دسمبر 10, 2019

د کابل ادارې انتخاباتو د ناکامۍ په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د کابل ادارې انتخاباتو د ناکامۍ په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

افغان مسلمان او مجاهد ملت د کابل ادارې په تیرایستونکو انتخاباتو کې په نه ګډون او د دغې دسیسې په ناکامۍ سره یوځل بیا ثابته کړه چې د هيڅ اجنبي جهت فرمایشونه او اشغال ورته د منلو وړ نه دی.
نن د کابل لاسپوڅې ادارې خپل ځان ته د کاذب مشروعیت ورکولو لپاره د انتخاباتو په نامه جعلي پروسه په لاره واچوله چې الحمدلله د ملت لخوا په قاطع اکثریت سره تحریم او ناکامه کړل شوه.
په محدودو ښارونو کې د یوشمیر دولتي رسمي مامورینو، معاش خورو او څوتنو غولیدلو څیرو ماسوا نور ملت په اکثریت او میړانه سره دغه بهرني تپل شوې پروسه رد کړه او ګډون يې په کې ونه کړ.
اسلامي امارت له خپل ټول ځوریدلي او مسلمان ملت څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د اسلامي امارت غوښتنې ته يې لیبک ووایه، د انتخاباتو په نامه پردۍ دسیسه يې ردکړه، له خپلو مجاهدینو وروڼو څخه یې پراخ حمایت وکړ، مجاهدینوته یې لاس ورکړ او له هغوی سره يې خپل کلک پیوستون ثابت کړ.
د تپل شوې انتخاباتي پروسې له ناکامۍ څخه لاندې ټکي په څرګند ډول روښانه شول:
۱ــ ملت مو په اکثریت سره په هیواد کې د اشغال خاتمه او دلته قوي اسلامي نظام غواړي.
۲ــ د کابل په اداره کې بوخت غولیدلي افغان نما څیرې باید نور ځانونه تیر نه باسي، د بهرنیو په ملاتړ د خپل ولس له اسلامي باورونو او غوښتنو سره لوبې ونه کړي او د حقائقو په درک کولو سره له پردۍ غلامۍ څخه لاس واخلي.
۳ــ دا چې بې پرې رسنیو او څارونکو سازمانونو هم تائید کړه چې په انتخاباتو کې د خلکو دګډون کچه ډیره ټیټه وه، نو د افغان اولس له دې سرتاسري پریکون څخه اشغالګر جهت هم باید درک کړي چې افغان ملت اشغال او له بهر څخه را واردې شوې پروسې او دسیسې نه مني. په دې لاره کې د بهرنیو اشغالګرو مصارف، هڅونې او بې ځایه وخت ضایع کول هیڅ جهت ته په ګټه نه تمامیږي. نو باید بې له فاصلې حقائقو ته غاړه کیږدي، د افغان غیور ولس غوښتنې ومني، خپل اشغال پای ته ورسوي، نور دا ملت او خپل سرنوشت سره پریږدې او زموږ په هیواد کې له مداخلو څخه ځان لرې وساتي.
۴ ــ د اسلامي امارت مجاهدین باید لاهم د خپل ولس قدر وکړي، همدا ولس وو چې نن يې د دښمن له سترې دسیسې سره په میړانه مقابله وکړه، له پریمانه پیسو، تبلیغاتو، هڅونو، دسیسو او فریبونو سره سره يې د هغوی له لومې ځان وژغوره، له بدخشانه تر ارزګانه، له هراته تر ننګرهاره، له کندز او بلخ څخه تر کندهار او پکتیکا پورې ټول ملت په یوه خوله د خپلو مجاهدینو ورڼو په غوښتنه عمل وکړ او د دښمن ستره حربه يې ناکامه کړه.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۹/۱/۱۴۴۱هـ ق
۶/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/28م

Related posts