اکتوبر 20, 2019

تر دې دمه د دښمن په انتخاباتي بهیر ټولټال (۳۱۴) لوی او واړه بریدونه شوي، ۲ ولسوالۍ، ۱ بیس، یوه حوزه او ۵ پوستې فتحه (۲۵۲) تنه عسکر او پولیس مړه او ژبل دی

تر دې دمه د دښمن په انتخاباتي بهیر ټولټال (۳۱۴) لوی او واړه بریدونه شوي، ۲ ولسوالۍ، ۱ بیس، یوه حوزه او ۵ پوستې فتحه (۲۵۲) تنه عسکر او پولیس مړه او ژبل دی

د الفتح عملیاتو په ګړندي بهیر کې نن تر غرمې پورې، په ټول هیواد کې د دښمن د جعلي انتخاباتو په بهیر باندې د مجاهدینو لخوا ټولټال (۳۱۴) بریدونه وشول.
دغه بریدونه د کابل، کنړ، پکتیا، پروان، میدان وردګو، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، لوګر، بلخ، کاپیسا، جوزجان، بامیان، ننګرهار، بدخشان، کندز، تخار، نورستان، هلمند، هرات، نیمروز، کندهار، فراه، بادغیس، فاریاب، دایکندي او زابل په ولایتونو کې د دښمن په امنیتي کسانو او انتخاباتي مراکزو ترسره شول.
د عملیاتو په لړ کې له دښمن څخه د تخار ولایت ( بهارک او خواجه غار ولسوالۍ ګانې) په بغلان کې یو ستر بیس، په پکتیکا کې یوه امنيتي حوزه او په کندز کې ۵ پوستې په بشپړ ډول فتحه شوې.
همدا ډول په یادو عملیاتو کې تر نن غرمې پورې (۱۵۹) تنه عسکر، پولیس او اربکیان چې د انتخاباتي مراکزو په امنیت ساتلو بوخت وو، وژل شوي (۹۳) تنه نور ټپيان شوي دي.
ورسره د دښمن ۱۳ عرادې هاموې ټانګونه او ۱ رینجر موټر له منځه وړل شوي، لسګونه میله سپکه او درنه وسله او ډير مهمات هم تر لاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دښمن د تش په نوم انتخاباتو جعلي پروسه ګډوډه شوې، ماسوا له ځينو ښاري سیمو چې دولتي مامورینو او اړوندو معاش خورو به يې په کې برخه اخیستې وي، نورو خلکو په مطلق ډول په یاده پروسه کې ګډون ونه کړ.
په انتخاباتي جریان د عملیاتو د نه ترسره کیدو د ادعاوو په اړه د کابل ادارې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ویندویانو خبرې هيڅ حقیقت نه لري هغوی یا په کوم هوټل کې په شراب او کباب بوخت دي او یا دروغ وايي.
د کابل اداره هڅه کوي چې د انتخاباتو د ډرامې په وړاندې د خلکو پریکون پټ کړي، او دغه امریکايي دسیسه بریالي وښيي.
خو ټول هیوادوال عملا ګوري چې ډيرې کمې فیصدي هم په دغه پروسه کې ونډه وانه خیسته او هغه يې عملا رد کړه.
په انتخاباتي بهیر بریدونه لا جریان لري، ورستي معلومات به د ورځې په پای کې بیا اعلان شي. ان شاءالله تعالی
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۹/۱/۱۴۴۱هـ ق
۶/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/28م

Related posts