اکتوبر 18, 2019

د ټاکنو په اړه د خلکو د سترګو لیدلی حال

د ټاکنو په اړه د خلکو د سترګو لیدلی حال

أبو عابد

د ټاکنو پروسه پيل شوې خو هغه خلک چې تراوسه یې په دې پروسه کې شرکت کړی دا ټاکنې د پخوانیو ټولو په نسبت له ګډوډۍ، تقلب او رسوایۍ ډکې ګڼي. دلته درته د څو تنو حکومت پلوو اشخاصو د سترګو لیدلی حال بیانوو چې د ټاکنو د ناکامۍ او بې ساري رسوایۍ له حقیقت څخه پرده پورته کوي.

ګلبدین حکمتیار

ګلبدین حکمتیار چې خپله هم په روانو ټاکنو کې ولسمشرۍ لپاره کاندید دی د رایې له اچولو وروسته یې رسنیو ته وویل چې دوو مشخصو ټیمونو د منظم تقلب لپاره ترتیبات نیولي دي.د ټاکنیزو ګډوډیو اټکل له دې هم کولای شئ چې حکمتیار او ټولې کورنۍ یې د ده په وینا پرته له سټیکر شوې تذکرې رایې کارولي دي چې اصولا ناقانونه کار دی.

حشمت غني احمدزی

د ډاکټر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزی وایي چې د ټاکنیزو ګډوډیو له امله د رایې له اچولو بې برخې پاته شوی دی. نوموړی وایي چې سهار وختي یې د کابل په حبیبیه لیسه کې د رایې اچولو مرکز ته ځان رسولی و، مګر له هر څومره تلاش سره سره ونه توانید چې د رایه ورکوونکو په لست کې خپل نوم پیدا کړي.په پای کې نوموړی همداسې نا امیده له مرکزه ستون شو. نوموړي په ټویټر لیکلي چې څو نور کسان هم له همدې برخلیک سره مخامخ شول. حشمت غني د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران د لسګونو میلیونو ډالرو په حیف و میل تورن کړي دي.

هارون نجفي زاده

د بي بي سي رادیو پخوانی مشهور خبریال هارون نجفي زاده چې اوس د ایران انتر نیشنل په نوم تیلویزوني شبکې سره کار کوي وایي چې د پخوا په نسبت د ټاکنو پروسې سړه او د رایه ورکوونکو شمیر په مراتبو کم دی. نوموړي لیکلي چې د کابل د رایې ورکولو اکثره مراکز خالي ښکاري.

بلال سروري

د بي بي سي پخوانی خبریال بلال سروري د ننګرهار د اوسیدونکو په استناد وایي چې د  جلال اباد ښار عید ګاه مسجد کې د رایې محلونه له ستونزو ډک دي، د بایمومتیریک ماشین خرابوالی او له کاره لویدلو تر څنګ په لیست کې د رایې ورکوونکو د نوم نشتوالی یې لویې ستونزې دي،د یادونې وړ ده چې دا وړ ستونزې په ډیرو سیمو کې لیدل شوي دي.

ذبیح سادات

د انتخاباتو دکمیسیون مرستیال ویاند د ورځې په یوولس بجو له رسنیو سره په خبرو کې ومنل چې لا هم سلګونو مراکزو ته چې باید پرانیستل شوي وای، ټاکنیز مواد نه دي رسیدلي. د ګڼ شمیر مراکزو په بند کیدو سربیره یوه بله ستونزه چې ډیر مراکز یې نافعاله کړل د ټاکنیزو موادو نه رسیدل و.

جواد تیموری

رسنۍ وایي په دې ټاکنو کې د خلکو نه ګډون یو علت د ښځو د عکس اخیستلو لازمي کول دي. زموږ اولس چې په دې موضوع کې حساس دي نه غواړي د یوې پردۍ پروسې لپاره خپل ستر مات کړي. همدا لامل دی چې په دې ټاکنو کې د ښځو د ګډون کچه صفر ته تقرب کوي. حتی د کابل ښار په داخل کې د یک ټیلویزیون د خبریال جواد تیموري له قوله د په اماني لیسه کې چې د ښځو رایه اچولو مرکز پرانیستل شوی د غرمې تر یوولس بجو په کې یوازې پنځو ښځو رایې کارولې وې.

صدیق الله افغان

په کندهار کې مشهور خبریال او د ټولنیزو شبکو فعال صدیق الله افغان وایي چې په دې ولایت کې د ټاکنو کمسیون د کارکوونکو مدیریت صفر دی، د کندهار د صوفي صاحب نسوان لیسه کي هیڅ رایه نه ده اچول سوې، رایه ورکوونکي بیرته روان دي.د ټاکنو مامورین نسته، بایمتریک خراب دی او د هیچا نومونه نه پيدا کېږي. هر محل کي له دوو تر څلورو مامورین کم دي، هر محل کې  بایمتریک او پرینتر خراب دی، نظم نسته، نومونه ورک دي او یا د بایمتریک مامورین په سیسټم نه پوهېږي.
محمد ذاکر تیموری

د غوربند اوسیدونکی محمد ذاکر تیموري وایي چې غوربند څلور ولسوالۍ لري خو دا چې له سهار جنګ پیل شوی په دې ټولو سیمو کې د رایي ورکولو بهیر ټپ ولاړ دی.

لوړ مثالونه ( مشت نمونه خروار ) دي چې له انلاین رسنیو په مستند شکل را اخیستل شوي دي. دا چې د هیواد په نورو سیمو کې دا به پروسه څنګه روانه وي؟ نو لوستونکي باید د راډیوګانې په تبلیغاتو باور ونه کړي بلکې له همدې لوړو بیلګو دې ټوله پروسه قیاس کړي.

Related posts