اکتوبر 20, 2019

د میزان په شپږمه د کابل د فتحې د ۲۳ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

د میزان په شپږمه د کابل د فتحې د ۲۳ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له اوس څخه ۲۳ کاله وړاندې د ۱۳۷۵ هجري شمسي کال د میزان په شپږمه نیټه د ګران هیواد افغانستان پلازمینه کابل د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتحه شوه.
د کابل ویاړمنه سوبه زموږ د معاصر تاریخ یوه له افتخاره ډکه ورځ ده. په دې ورځ د هیواد د تاریخ یوه توره پاڼه واوښته او یو نوی مبارک فصل پيل شو. په دې ورځ د فساد، فتنو، ذات البیني جګړو او هرج و مرج دوران پای ته ورسید او د اسلامي امارت د شرعي واکمنۍ تر سیورې لاندې د کابل اوسیدونکو او ټولو هیوادوالو د عزت، دیانت او سرلوړۍ ژوند پیل کړ.
د میزان د شپږمې حماسه ځکه د اهمیت وړ ده چې که خدای مکړه د خپلمنځي جګړو او هرج و مرج پرخلاف اسلامي امارت پاڅون نه وای کړی او هماغه حالت څو کاله نور هم دوام موندلی وای، نو اوس به موږ د متحد افغانستان په نوم هیواد نه درلود. زموږ هیواد چې مادي او معنوي شتمنۍ یې لوټل شوې وې د هر اړخیز سقوط او تجزیې او ملت مو د زوال له ګواښ سره مخامخ و. په داسې ډول چې په ملي، منطقوي او بین المللي کچه یې هیڅوک په غم کې نه و او ټولو یوازې د بوږنوونکو بدمرغیو ننداره کوله.
د میزان شپږمه له دې اړخه هم یوه تاریخي او مهمه ورځ ده چې په دې ورځ زموږ د کمونیزم ضد جهاد ارمانونه پوره او یو واقعي شرعي خپلواک نظام مو په هیواد حاکم شو. داسې یو نظام چې د اسلامي شریعت په تطبیق، د دیني شعائرو په لوړتیا، او د استقلال او ځمکني تمامیت په شان د ملي ارزښتونو په دفاع کې یې د افتخار وړ نقش ترسره کړ.
موږ باور لرو چې راتلونکي نسلونه او تاریخ به دا ورځ د استقلال د ورځې په شان د تل لپاره یاد وساتي ځکه په همدې ورځ هم افغانستان له یوه خطرناک ازمون څخه نجات موندلی او سیاسي شتون یې تثبیت شوی دی.
دا چې زموږ هیواد اوس یو ځل بیا تر اشغال لاندې دی او د هیواد استقلال مو غصب شوی دی. د افغانستان اسلامي امارت د میزان د شپږمې له بریا څخه په الهام خپلو هیوادوالو ته اطمینان ورکوي چې په هره تیاره پسې سبا شته. ان شاءالله هغه ورځ لرې نه ده چې هیواد او هیوادوال مو له روان کرغیړن اشغال څخه نجات ومومي او یوځل بیا د اسلامي نظام او خپلواکۍ په رڼا کې د سرلوړۍ او سعادت ژوند پيل کړي. وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّـهِ بِعَزِيزٍ

د افغانستان اسلامي امارت
۲۹/۱/۱۴۴۱هـ ق
۶/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/28م

Related posts