اکتوبر 20, 2019

د پوهنې کمېسیون تر بشپړ کنترول لاندې د هېواد په ټولو دیني مدارسو کې درې میاشتنۍ ازموینې ترسره شوې، انځوريز

د پوهنې کمېسیون تر بشپړ کنترول لاندې د هېواد په ټولو دیني مدارسو کې درې میاشتنۍ ازموینې ترسره شوې، انځوريز

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسیون تر بشپړ کنترول او څارنې لاندې د هیواد په ټولو دیني مدارسو کې درې میاشتنۍ ازموینې ترسره شوې.

دغه درې میاشتنۍ ازموینې د روان ۱۴۴۱ هـ ق تعلیمي کال د شنبې په ورځ د محرم الحرام د میاشتې  په (۲۲) مه نېټه چې د (وږې) یا سنبلې د میاشتې له (۳۰) مې نېټې سره سمون خوري، پیل شوې چې تر پنجشنبې ورځې پورې شپږ ورځې روانې وې.

د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د مطبوعاتې څانګې د راپور په اساس، دې کمېسيون څو اونۍ وړاندې خپلو اړوندو منسوبینو ته د یوه ځانګړي مکتوب له لارې لارښوونه وکړه چې د هېواد د شمال ختیځ او سویل لوېدېځ حوزو اړوندو ټولو ولایتونو کې شته مدارسو او همداراز د افغان کډوالو په پنډغالیو کې دیني مدارسو ته خبر ورکړي چې په ټاکلې موده کې د مدارسو د مسوولینو له لورې له طالب العلمانو تحریري امتحان واخلي.

په همدې اساس، په ټولو مدارسو کې سوالیه پرچې د مدارسو د استاذانو له لوري جوړې شوې چې د ښوونې او روزنې کمیسیون سیمه ییزو مسئولینو یې په منظم ډول څارنه کوله.

ياد کمېسیون زیار باسي، تر څو دیني مدارس نور هم منسجم او د یاد کمیسیون د ځانګړو اصولو او مقرراتو له مخې پر مخ ولاړې شي، د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون د مدارسو لپاره په یوه وخت او په منظم ډول د ازموینو ترتيب برابر کړی او د مدارسو د پيل، پای او هم يې د درسي او تدريسي چارو د پر مخ بيولو لپاره اصول ورته ټاکلي دي.

د یادونې وړ ده چې د دیني مدارسو په تعلیمي کال کې د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې درې ازموینې، درې میاشتنۍ، شپږمیاشتنۍ او کلنۍ  تر سره کیږي چې درې میاشتنۍ او شپږ میاشتنۍ يې پخپله د مدارسو د استاذانو له لوري اخیستل کیږي او کلنۍ ازموینې د پوهنې کمېسیون له لوري په هم مهاله توګه د هېواد په کچه اخیستل کیږي.

۲۶/۹/۲۰۱۹

Related posts