اکتوبر 16, 2019

د کابل ادارې د جعلي انتخاباتو په پروسه کې د ملکي هیوادوالو د نه ګډون په هکله د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمېسیون خبرتیا!

د کابل ادارې د جعلي انتخاباتو په پروسه کې د ملکي هیوادوالو د نه ګډون په هکله د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمېسیون خبرتیا!

داچې د ملکي تلفاتو د مخنیوي اوسمع شکایاتو کمیسیون، د ملکي هیوادوالو د ژوند د تحفظ مسئولیت لري، نوبناءً یاد کميسیون ټولو هیوادوالوته خبر ورکوي چې لاندې ټکي په نظرکې ولري او عملي یې کړي.

۱ــ د کابل ادارې تش په نامه انتخاباتوکې له ګډون څخه په کلکه ډډه وکړي ځکه چې د اسلامي امارت د مجاهدینو عملیات دوام لري.

۲- د لویولارو ټولو مسافر وړونکو نماینده ګیو او له ولسوالیو څخه ښارونوته دوسائطو خاوندانوته خبر ورکول کیږي چې په دغه دوو ورځوکې سبا د جمعې او بله ورځ د شنبې (د مریضانو له انتقال څخه پرته)له هرنوع تګ او راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، ترڅو ملکي هیوادوالوته مرګ ژوبله ونه رسیږي، د مریضانو په صورت کې دې مجاهدین د ملکي خلکو پوره خیال وساتي.

والسلام.
د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتوکميسیون
۲۷/۱/۱۴۴۱ـ هـ ق
۴/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/26م

Related posts