اکتوبر 16, 2019

د انتخاباتو په جعلي پروسه کې د خلکو د نه ګډون په هکله د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون خبرتیا!

د انتخاباتو په جعلي پروسه کې د خلکو د نه ګډون په هکله د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون خبرتیا!

د انتخاباتو په جعلي پروسه کې د خلکو د نه ګډون په هکله د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون خبرتیا
څرنګ چې هیوادوال خبر دي، ټاکل شوې ده چې د روان هجري شمسي کال د میزان په شپږمه په افغانستان کې یوځل بیا د انتخاباتو په نامه امریکايي پروسه ترسره شي.
وروسته له هغه چې امریکايي اشغالګرو اتلس کاله وړاندې زموږ هیواد اشغال کړ دا څوم ځل دی چې همدا جعلي پروسې د خلکو د تیرایستلو، افتراق اچولو، تعصبونو او اختلافاتو پارولو په منظور او د اشغالګرو د اهدافو د تحقق په هدف ترسره کیږي.
افغانان شاهدان دي چې یوځلې هم نه دغه پروسه په سمه توګه ترسره شوې، نه يې کومه نتیجه درلودلې اونه يې هم زموږ د کړيدلي ولس کوم درد دوا کړی دی.
کوم رژیم او اداره چې د داسې جعلي او پردیو پروسو په نتیجه کې منځته راځي هغه به د هيڅ افغان په رایه او نظر نه؛ بلکې د امریکايي سفارت او په ټوله کې د اشغالګرو د هیلو په اساس وي.
بناءً د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون په ټول افغان مؤمن او آزادۍ غوښتونکي ولس غږ کوي چې له دښمن سره د هغوی د اهدافو په تر لاسه کولو کې هيڅ راز مرسته ونه کړي، په انتخاباتو کې هرډول ګډون تحریم کړي، نور خپل خپلوان هم په دغه نمايشي پروسه کې له ګډون څخه را منع کړي.
د اسلامي امارت مجاهدینو د الله تعالی په نصرت او د خپل ولس په ملاتړ پتیلې ده چې د امریکايي اشغالګرو او د هغو د څو تنو تالۍ څټو غلامانو لخوا دغه جعلي پروسه به مختل کوي، په ټولو هغو امنیتي کسانو عسکرو او پولیسو به بریدونه کوي چې د دغې پروسې څخه ساتنه کوي، همدا ډول هغه مراکز او دفترونه به هم تر برید او هدف لاندې نیسي چې د دغې نمايشي د سيسي لپاره په فعالیت بوخت دي.
د جعلي انتخاباتو په ورځ به د هیواد ټولې لوی او وړې لارې د مجاهدینو لخوا بندې وي، له هیوادوالو څخه هیله کیږي چې په دغه ورځ له خپلو کورونو څخه را ونه وځي، ترڅو خدای مه کړه چاته کوم زیان ونه رسیږي.
اسلامي امارت خپلو مجاهدینوته امر کړی چې د انتخاباتو په ورځ په ټول هیواد کې د یادې پروسې د مخنیوي لپاره خپل ممکنه وسائل استعمال او د دغې دسېسې د شنډولو لپاره خپل پلانونه په کار واچوي.
نو د دې لپاره چې عام هیوادوال کوم زیان ونه ویني، د اسلامي امارت مجاهدین یوځل بیا د اتمام حجت په ډول ټولو هغو کسانو ته چې په یاده پروسه کې د ګډون نیت لري، خصوصا ښارمیشتو ته خبرداری ورکوي چې د انتخباتو په ورځ انتخاباتي مراکزوته له ورتګ څخه کلکه ډډه وکړي او ځانونه په خطر کې وانه چوي.
د کومې ستونزې او تلفاتو د پيښیدو په صورت کې به مسئولیت پخپله په دغه امریکايي پروسه کې د ګډونوالو په غاړه وي. وما علینا الا البلاغ

د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون
۲۷/۱/۱۴۴۱هـ ق
۴/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/26م

Related posts