اکتوبر 20, 2019

د اتل او قهرمان شهید مولوي عبدالولي سالار تقبله الله ژوند ته کتنه

د اتل او قهرمان شهید مولوي عبدالولي سالار تقبله الله ژوند ته کتنه

لیکوال: عاکف مهاجر

 د اسلام په تاریخ کې د اتلانو شمار له حساب وتلی دی چې د هر یوه په تاریخ باندې کتابونه لیکل کیږي، خو دومره به و وایو چې هر هغه څوک چې یواځې او یواځې د اعلاء کلمة الله لپاره خپل خوږ بدن ځاروي او قرباني ته وړاندې کیږي هغه زمونږ د تاریخ په اتلانو کې شمیرل کیږي او د اتلانو له کاروان څخه یو دی.

د دغې لارې د اتلانو له لیست څخه داسې اتلان شته چې دښمن یې لا په اتلولي اعتراف کوي او د داسې اتلانو اتلولي ته ګوته په غاښ دي، خو نن د هغه اتل په اړه څو کرښې لیکو چې د تقوا، ثبات او استقامت، خاکساری او تواضع، میړانې او شهامت، بالاخره د اخلاص او مهرباني یوه نمونه، د علم او استعداد لوړ منار د لوګر له مداره تللي ستوري، چا چې خپله ځواني د اسلام لپاره ځار کړه دغه زلمی مولوي عبدالولي سالار دی چې څه موده وړاندې یې د لوګر ولایت کې د شهادت جام نوش او وینه یې له سپیڅلې مینې خار کړه.

پیژندنه:شهید مولوي عبدالولي سالار تقبله الله د حاجي عمراخان ځوی د لوګر ولایت د مرکز اړوند د الوزیو د سیمې اوسیدونکی چې په ۱۳۷۱ ه ش مطابق د ۱۴۱۳ ه ق د هجرت په دیار کې د خیبر پښتونخوا اړوند د خیراباد کمپ ته څیرمه په کنډ نومې سیمه کې یې په یوه دینداره علم پروره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې وې.

زده کړي: شهید سالار تقبله الله لا ماشوم وو په ښو او بدو نه پوهیده چې سیپاره په لاس د کلي جومات ته رهي شو په تنکۍ ژبه یې له الف با پیل وکړ او په همدې توګه یې آن د مروجو علومو اخري پوړ ته ځان ورسولو.

نوموړي شهید په ۱۳۸۰ هش کال کې د خیراباد په جامعه محمدیه کې د الوزیو د مخکښ او نوموتي عالم مفتي محمد سلیم سره په منځنیو زده کړو پیل وکړ چې په دې توګه یې ان تر تکمیل درجې پورې همدلته زده کړې ترسره کړې.

شهید سالار تقبله الله موقوف علیه یا وړه دوره له شیخ الحدیث مولوي قلم الدین سره په جامعه زاهدیه کې ترسره او د حدیثو دوره یا دستار فضیلت یې له مشهور او نامتو عالم د افغانستان له جیدو علماء څخه یوه ځلیدونکې څهره شیخ القران والحدیث حضرت مولانا عبدالغني حقاني صیب څخه د پیښور اړوند په اضاخیلو سیمه کې دارالعلوم عبدالله ابن مسعود کې ترسره کړه.

نوموړي شهید په همدې بساینه ونکړه او علمي تنده یې خړوبه نه شوه تر دې وروسته یې د تخصص او افتاء برخې لپاره په دارالعلوم جامعه قاسمیه کې داخله وکړه او دوه کاله یې هلته تخصص فی الفقه ولوستلو چې په همدې دوران کې یې په ۱۴۳۹ ه ق کې د افتاء سند ترلاسه کړ.

جهاد او مبارزه: شهید سالار تقبله الله د خپل علمي ژوند په شپاړسم پسرلي باندي وو چې د امریکایي اشغالګرو په وړاندې یې د جهاد عملي ډګر ته ودانګل او وسلواله مبارزه یې پیل کړه.

نوموړي خپلې جهادي تندې خړوبولو لپاره ۱۱ کاله وړاندې هغه مهال چې د هیواد د اشغال اتم کال وو د شهید عبدالمنان سره د پکتیا ولایت ستو کنډو ته په جهادي سفر لاړ او له هغه سره یې د ژوند تر پایه ملګرتیا وکړه، چې له هغه وروسته په همدغه قافله کې بیا هم تم شو او د هغه له خلف رشید او جانشین ملګري مولوي محمد علي جان حفظه الله سره یې د جهاد په لار کې نه ستړي کیدونکي ګامونه اوچت کړل او دغه کاروان سره تر ډیرو لرې پرتو جهادي سفرونو کې مل او ملګری وو.

د هغه د وړتیا او ځانګړتیا له امله د ملګرو په غوښته هغه بالاخره د لوګر جهادي سنګرونو ته راوګرځید او د لوګر په سنګرونو کې یې د اتل قهرمان مولوي ضیاألحق حامد تر قوماندې د ژوند تر پایه جهاد وکړ.

شهید سالار تقبله الله په دغه لار کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او د تاریخ په پاڼو کې یې ډېرې کارنامې په خپل نوم ثبت کړلې او د لوګر لارې کوڅې یې په زرینو یادګارونو لا هم یادیږي.

شهید سالار تقبله الله د کابل ګردیز په لویه لار د غربي تاړاکګرو په کاروانونو باندې ګن شمیر کمینونو کې مخامخ  برخه اخیستې او د هغوی په وژلو یې خپله ینه یخه کړې ده.

شهادت: شهید مولوي عبدالولي سالار تقبله الله د لوګر مرکز اړوند په کمالخیلو سیمه کې د امریکاي ډرون الوتکې به یو برید کې د  د ۱۳۹۸ کال د سرطان میاشتې په ۲۴ تاریخ باندې مازدیګر لمر لویدو په  مهال د شهادت جام نوش او حقیقي مالک ته یې خپل روح وسپاره.

انا لله و انا الیه راجعون

روح دې ښاد او یاد دې تل وي

د یادونې وړ دی چې په دغه کورنۍ کې دا لومړی شهید نه دی بلکې تر دې وړاندې یې هم خپل یو خوږ ورور او یو د تره ځوی یې د استشهادی کاروان ملګري، په دغه لار کې قربان کړي او په فدایي عملیاتو کې یې د شهادت جام نوش کړی دی.

همدا راز یې یو بل د تره ځوی هم د جهاد او مبارزې په سنګر کې شهید شوی دی.

دا چې لیکنه اوږده نشي پای یې په یو شعر راټولوم.

چا له پتنګ زده څوک پتنګ ته شول استاذ د مینې

یو څو د ګل غوندې سړي تر ربه پورې درومي

مزل تر خدایه په خبرو ګوره نشي ګله

شول په لمبو سوي ستي تر ربه پورې درومي

عاکفه مینه شوه حیرانه د جانان مینې ته

سر و الله ته ځاروي تر ربه پورې درومي

Related posts