اکتوبر 16, 2019

د میدان وردګو ولایت په ۴ ولسوالیوکې د ښوونکو لپاره سيمینارونه ترسره شول، انځوريز

د میدان وردګو ولایت په ۴ ولسوالیوکې د ښوونکو لپاره سيمینارونه ترسره شول، انځوريز

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو کميسیون د مسوولینو له لورې د میدان وردګو ولایت په جغتو، سيداباد، چک او جلګه ولسوالیو کې د ښوونځیو د استاذانو لپاره سیمينارونه ترسره شول.

دغه سيمينارونه په (۱۴ د محرم الحرام ۱۴۴۱)هـ ق نېټه د اسلامي امارت د معارف د مسئولینو له خوا پیل شول.

په دې ترڅ کې ښوونکو ته د پوهنې د پرمختګ په موخه په ځانګړې توګه په اداري برخه کې او د تدریس د میتود په اړه  اړین هدایات ورکړل شول.

همداراز د تش  په نامه انتخاباتو په اړه لازیات پوهاوی رامنځ ته شو، ګډونوالو ته دا روښانه شوه چې دا یوه غولونکې پروسه ده او د هر مؤمن مسلمان دیني او ملي وجیبه  ده چي داشغالګرو دغه د مکر او چل پروسه شنډه کړي او د ترسره کیدو مخه يې ونیسي.

غونډې د معمول سره سم د قرآن کریم په مبا رکو آیتونو پیل او د مسلمانانو د کامیابۍ په دعا سره پای ته ورسېدې.

۲۰۱۹-۹-۲۵

Related posts