اکتوبر 16, 2019

د (W.H.O) مؤسسې د فعالیتونو د بیا پیل کېدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د (W.H.O) مؤسسې د فعالیتونو د بیا پیل کېدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت په نړیواله کچه بشري خدمتونو او د بشري ستونزو په تړاو مسائلوته ژمن پاته شوی او د بشري خدمتونو، د ستونزو د مخنیوي په اړه یې هروخت ګړندي ګامونه پورته کړي.
اسلامي امارت د هر قسم بشري خدمتونو په اړه ځانګړي تشکیلات، قوانین، لوائح او مقررات لري د هغوی په رڼا کې نه یوازې داچې پخپله لاس په کار دی؛ بلکې ټولو نړیوالو بشري سازمانونو او نا دولتي مؤسساتو ته یې د بشري خدمتونو لپاره زمینه برابره کړي او تر خپله وسه د کارونو په پرمختګ، بهبود اوشفافیت کې د هغوی مرسته کړي ده.
اسلامي امارت په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د ټاکلو تعهداتو په حدودو کې د یادو مؤسساتو هر اړخیز امنیتي تضمین کړی او په اینده کې هم ورته ژمن دی؛ خو متاسفانه دروان [۲۰۱۹]کال د اپریل په میاشت کې د اسلامي امارت له لورې د (W.H.O) د مؤسسې خصوصا د ګوزڼ د واکسینو د پروسې د څانګې د یو ډول خود سره او مشکوکو فعالیتونو له کبله د (W.H.O) ټول فعالیتونه وځنډول شول او هغه تعهد یې وځنډول شو چې د دوی د امنیت او خوندیتوب په اړه یې ورسره کړی وو؛ مګر خوشبختانه چې د (W.H.O) مؤسسه خپلو خلاوو ته متوجه شوه او له پرلپسې اړيکو او د اسلامي امارت له ټاکل شوي هیئت سره تر مسلسلو بحثونو وروسته د لاندې ذکر شوي تعهداتو په ژمنتیا یې د اسلامي امارت څخه د خپلو بشري او صحي فعالیتونو د بیا پیلېدو اجازه تر لاسه کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د صحت نړیوال سازمان ته د لاندې ذکر شویو مادو د بشپړ تطبیق په صورت کې د صحي او بشري فعالیتونو اجازه ورکوي:
اول ــ (W.H.O) یاد صحت نړیوال سازمان په دې مکلف دی چې د خپل ټول هغه پرسونل په اړه چې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې سېمو کې په کار ګماري اسلامي امارت ته بشپړ تضمین ورکړي چې یاد پرسونل به خپلې ټولې هڅې په بشري خدمتونو د ناروغانو په علاج او د ناروغیو د لاملونو په مخنیوي کې په کار اچوي هغوی نه شي کولای نور مشکوک فعالیتونه ترسره کړي.
دوهم ــ (W.H.O) یا د صحت نړیوال سازمان په دې مکلف دی چې د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې د خپلو ټولو کارمندانو په استخدام کې د اسلامي امارت د صحت کمیسون رسمي موافقه تر لاسه کړي پرته له دوه اړخیزې موافقې نه شي کولای څوک استخدام کړي.
دریم ــ د پولیو یا د ګوزڼ د واکسینونو پروسه چې د (W.H.O) له خوا مخته وړل کیږي که څه هم تر دې وړاندې کور په کور یا مسجد په مسجد پیاده کېده له دې وروسته به یوازې په کلینکونو کې اجراء کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۶/۱/۱۴۴۱هـ ق
۳/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/25م

Related posts