اکتوبر 20, 2019

له ډرون حملو او چاپو څخه د مجاهدینو ځان ساتل

له ډرون حملو او چاپو څخه د مجاهدینو ځان ساتل

لیکوال: جنرال صفی الله هوتک

(هيله ده چې په کومو ساحو کې ډرون حملې او چاپې زياتې وي د هغه ځاى مجاهدينو ته ضرور د هر چا لخوا ورواستول شي)
امريکايان په لرې ساحو کې مجاهدين له دوو لارو تعقيبوي او شهيدانوي:
اول:د جاسوسانو په واسطه.
دوهم:د جاسوسي وسائېلو په واسطه(لکه؛ ۱-خاص موبایلونه، ۲-غمي، ۳-پتري، ۴-قلمونه، ۵-ليزرې، ۶-مخفى کامرې، ۷- د عکاسي عامې کامرې، ۸- او کامره دار عام موبائېلونه):
اول: جاسوسان:
د جاسوسانو د پېژندني لویه علامه زموږ د معلوماتو په اساس داده چي جاسوسان په عمومي لحاظ په يو کور، کلي، ساحه، قوم، ملګرو، او اولس کې هغه څوک وي چې تر ټولو بدکاره او بد عمله کس وي کوم چې د شرعي احکامو ماتولو، منکرو اعمالو ترسره کولو، حرام خوړلو، غلا کولو، فسق و فجور کولو او له فحاشي سره روږدي کسان او يا د هغوی ملګري دي، له داسي بدعملو کسانو څخه که جاسوسان نه وي هم باید مجاهدین ځانونه تري وساتي، ځکه د بدو خلکو به په هرصورت بد اثرات وي او بیا چې د جاسوسۍ تشویش هم ور نه وي بیا خو لا باید ډیر احتیاط ور سره وشي، مجاهدین خپل وسایط داسې ځای ونه دروي یا خپلې وسلې او جامې داسې ځای کښینږدي چې هلته بدعمله او بي باوره کسان لاس رسی ورته ولري، او په مجموع کې د بد عملو کسانو اعمال باید وڅارل شي.
دوهم: د جاسوسي آلات( لکه، ۱- خاص موبائېلونه، ۲-غمي، ۳-پتري، ۴-قلمونه، ۵- لېزرې، ۶-مخفي کامرې، ۷- د عکاسي عامې کامرې، ۸- او عام کامره دار موبائېلونه)
اول: ۱- خاص موبائېلونه؛ دا هغه موبائېلونه دي چې جاسوس سره وي خو مستقيماً له کمپاين څخه همدا موبائېل لرونکى جاسوس د امريکايانو تر بشپړ څار لاندې وي،
کله چې همدا جاسوس د خپل موبائېل کامره ستا خواته کړي نو د عکس اخيستل، ويډيو کول، او ثبت کول مستقيماً امريکايان له خپل کمپاین څخه د بالون او یا کشفي الوتکې په مټ کوي، همدا موبائېل خامخا د جاسوس په لاس کې وي او يا د مخې جيب کې پداسې طريقه ایښی وي چې کامره يې بهر طرف ته څار کولى شي.
دوهم: ۲ غمي دي، دا غمي د خولۍ له غمي لږ وړکی، لکه مرۍ داسې يو شى دی، دا په يو قسم سټېکر غوندې پلاستيک کې بند وي ترڅو چې پلاستيک کې بند وي کار نکړي، کله چې له پلاستيک څخه لرې شي خپل ځاني سريښ لري چې هر شي ته یې ور نيږدېکړې، کلک پرې نښلي(موشلي) چې تقريباً له لسو دقيقو نيولې بيا تر نيم ساعت پورې کشفى او ډرون طيارې ځان همدغې ساحې ته را رسوي او همدا ټاکلی هدف له منځه وړي.
دريم: ۳-پتري دي، پترى بيا د انسان دنوک په اندازه ده او نور عينې د غمي په طريقه استعمالیږي.
څلورم: ۴-قلمونه دي، قلم چې د عادي قلم په څېر ده البته ظاهراً مختلف رنګونه لري، خو فقط خط کولو کې يى فرق ده، هغه دا چې کله يې په موټر، موټر سايکل، انسان، اسلحه، بوټ، لباس او یا مرکز باندې کش کړي له هغه وروسته په سترګو داسې ښکاري لکه د برق لين کې د هغه ګڼو نري سيمانو څخه چې د يو نرى سيم ټوټه په همدې ځاى نيښتې وي خو البته په شپني دوربين او کامره باندې بيا ښه روښانه ښکاري لکه څنګه چې ډرون ته ښه روښانه ښکاري.
(((چې همدا درې واړه(غمى، پترى، خط) جاسوسان عموماً هغه وخت چې طالبان له پیرې او یا د خپل ځان له حفاظت څخه غافل شي(لکه د لمانځه کولو، ډوډۍخوړلو، چاى خوړلو، خوب کولو او یا د عام اولس لخوا د زیات اخلاص کولو په وخت کې) چې يو يا دوه یا درې جاسوسان پيره کوي د مجاهدینو په غفلت باندې او بل استخدام شوی جاسوس همدغه وخت کې خط، غمى، يا پترى کاروي، چې اول کوښښ کوي د موټر او موټر سايکل له ټانکۍ سره یې سريښ کړي او که هغلته نه شوو بیا یې ماشين ته نيږدې يا پليټ ته نيږدې کاروي تر څو د حملې په وخت کې موټر زر اور واخلي او يا پليټ طيارې ته معلوم شي.
پنځم: ۵- لېزرې دي، لیزر دوه قسمه دي، اول قسم یې ساده دي چې هغه عام لېزر دي، همدا عام لیزر چې جاسوس یې د شپې لخوا د چاپې او یا ډرون حملې لپاره خپل مطلوب هدف ته اچوي تر څو یې دښمن په اساني سره خپل هدف و ګرزوي، چې په سترګو نه معلومېږي خو جاسوس یې د سپوږمۍ دوربین په مټ کاروي، چې د همدې دوربین په مټ یې مجاهدین هم لیدلی شي(دشپې د چاپې په وخت کې بايد مجاهدین له حرکت کولو څخه جدي منعه وکړي).
او دوهم قسم لیزر هغه د ورځې کارول کېږي لکه د قلم غوندې کار ترې اخیستل کېږي خو له لرې.
شپږم: ۶- مخفي کامرې، دا دوه قسمه دي.
اول قسم يې ساده دي چې تقريباً لکه د نسوارو متوسط قوطى خو د هغه دوه برابره لوړې دي(په مابين کې يوه لنډه قلمي بیترۍ (سېل) خوري چې د هغې په لرې کولو سره سمدستي له کار څخه غورځي) عموماً خړ امريکايى پوځي رنګ لري، په سر يو نرى پنځه سانتۍ اوږد انتن لري چې يواځې همدا انتن له ځمکې بهر وي نوره ټوله کامره په ځمکه کې پټه وي، خو دا آله بيا مستقيماً د بالون له کامرې سره وصل وي، چې په کمپاين ولاړ بالون، د همدې وسيلې په وجه د همدې ساحې د خلکو، له مشکوکو حرکاتو څخه په اساني سره ويډيو او عکاسي کوي.
دوهم قسم مخفي کامرې، هغه بيا ډېرې حساس دي هغه عين د سترګې په نقشه دي، هغه کامرې بيا پداسې طريقه کېښودل کېږي چې يوه لويست ځمکه ورته پسته کړي همدا کامره پکې واچوي همدا خاوره بېرته پرې واچوي، کله چې څوک نه وي همدا کامره له همدې پستې خاورې راپورته شي او د همدې ساحې ټوله منظره بالون اويا کشفى طيارې ته ښه روښانه ورښى، خو کله چې انسان دومره ور نيږدې کېږي چې د همدې کامرې د ليدو خطره وي بيا په معتدل ډول د بالون او یا طیارې په واسطه بېرته په خاوره کې لکه توشله(بلورۍ، مردکۍ، شنولۍ) ننوزي او ورکه شي.
اُوم: ۷- د عکاسي کامره، پدې کامرې سره جاسوس د موټر، موټر سايکل او که بريالى شي د مجاهدينو عکسونه اخلي چې زيات احتمال شته چې په اتوماتيک ډول دې امريکايانو ته لاس ته ورشي، ښای له دې کار څخه به یې هدف دا وي چې د دوى اکثريت جاسوسان غريبه او بي تعلیمه طبقه وي چې د موټر او موټر سايکل مکمل تشخيص ورته ګران وي لکه نوعيت، پلېټ نمبر، ماډل، رنګ، جوړېدونکی هيواد او یا یې لکه د شو نور ظاهري بشپړ مشخصات شول، خو په عکس سره دا ټول مشخصات امريکايانو ته د يو ښه ثبوت په ترلاسه کولو سره خپل لاس ته ورزي، او يا د مطلوب کس قواره، قد، لباس، پيزار، قيافه په مکمله توګه هر وخت د همدې تصویر له لارې ورسره ثبت شي چې دا په نسبت سره د جاسوس له تشريح کولو څخه ډېر ګټور ده.
آتم: ۸- عام کامره دار موبایلونه، دا هم عین د کامرې په شکل جاسوسان استعمالوي، چې د ګڼو نښو تر څنګ دغه درې خصوصي نښې لري:
اول ــ د سکرین په قلف له لاس وهلو سره سمدستي د تصویر اخیستلو او مخفي ګالري ته د هغه د نقلولو پروګرام عیار وي. دوهم په موبایل کې د مخفي ګالریو ساتل، کوم چې په خپل خوښ کړل شوي کوډو خلاصیږي. دریم په همدې ګالریو کې د لمنځه وړل شوو مجاهدینو، وسائطو، اهدافو او یا د امریکایانو په چاپو کې د پلټل شوي ځایو مخکني انځورونه موجود وي:
د ډرون حملو د خطر وخت:
کله چې تاسې په کومه ساحه کې وئ او يا ستاسو په راتلو سره هلته ډرون او کشفي طيارې هم راشي او يا خو له مخکې موجود وي خو د تاسو په راتلو سره را ټيټې شي نو پوه شئ چې په همدې ساحه کې د تاسو په شمول خامخا څوک کشف شوي.
خصوصاً هغه وخت چې کله(بزبزکه،جانټري) طياره راشى تقريباً د لسو دقيقو څخه تر نيم ساعت پورې ډرون وار کوى او يا چاپه اچوي.
تاسو(مجاهدین)لا په لمړي سر کې کوښښ وکړئ چې خپل موټر او موټر سايکل څخه ضرور ځان لرې کړئ او په يوه خوندي ځاى کې يو له بل څخه په ښه فاصله کې له کورو او عامو لارو څخه ښه ګوښه کښېنئ چې دا دوه ګټې لري،
اول ـ که مو برید پرې کاوه نو دوى ټول(طيارې او پياده) کورونه او عامې لارې څارې، توجه يې ستاسو خواته ډېره نه وي چې ښه موقع په لاس درغله خپل کار پرې وکړئ.
دوهم. او که مو برید نه پرې کاوه بيا ځان په څادر کې اول وخت کې ښه وپېچۍ چې يو اندام موهم بهر نه وي نور له هر قسم حرکت څخه کلک اجتناب وکړئ خو خپله اسلحه مو باید په څادر کې پټه خو دښمن ته مخامخ او ګوزار ته ښه برابره وي تر څو ستاسو په افشاکېدو سره په خپل دښمن د ګوزار وار ړومبی کړئ.
نوټ:
د کفارو دا ټول وسایل د تاسو له خپل کامل احتياط وروسته د الله پاک د نصرت په مقابل کې هېڅ معنا هم نه لري، سهار او ما ښام دري دري واره دا لاندي دعا وایاست او که له مشکل سره مخ کېدلئ هم یې ډیره ډیره وا یاست الله تعالی به مو حفاظت وکړي د مبارکو حدیثو له رویه دا ډیره مجربه دعاده:
بِسمِ اللهِ الَّذی لایَضُرُّ مَعَ اِسمِهِ شَیئیٌ فِی الاَرضِ وَ لا فِی السَّماءِ وَ هُوَ السَّمیعُ العَلیم . والسلام.

Related posts