اکتوبر 23, 2019

شهيدې نکريزې (لنډه کيسه)

شهيدې نکريزې (لنډه کيسه)

خالد رعد:
د خنداګانو او دريا له نرمو غږونو ډکه کلا له د باندې نه داسې ښکارېده لکه نوی سپړېدلی غاټول چې د حيواناتو له پښو لاندې شوی او بيا يې سر پورته کړی وي.
سپينږيرې په خپله مېرمن غږ کړل: وه بلا! درې ځله يې ناره کړه، خو ټيټ غږ به يې په کلا کې د ماشومانو او مېرمنو په غږونو کې ورک شو او د سپين سارې مېرمنې تر کمزورو غوږونو نه رسېده.
بل ځل يې خپل ټول زور ستوني ته راټول کړ او په لوړ غږ يې ناره کړه: کڼېېېېې!
ميرمن يې غږ وپېژاند او په منډه يې مخ ته راغله.
– خير دی چې د کلا منځ ته راغلی يې او نارې وهې؟ سپينږيری به يې خو کلا له ښځو ده، يو کوچنی به دې رااستولی وای.
– ولا ښځې! له خوشحالۍ مې زړه داسې ډک دی چې هر څه يې رانه هير کړي دي. خير، چا سره دې چې د ناوې کور ته په نکريزو د تلو وعده کړې ده، ژر يې تيارې کړه، موټر او سړي تاسې ته انتظار دي.
– نه نه، موږ په پښو ځو. ښځې وايي د نکريزو د شپې همدا خوند وي چې پر لاره دريا ووهو.
– وه ښځې، شاوخوا پښتانه راچاپېر دي، دا مو کوم نوي رواجونه پيدا کړي دي، که خوشحالېږئ او که خپه کيږئ، د پياده تګ اجازه نه درکوم.
شېبه وروسته موټران د ناوې د کور دروازې ته ودرېدل. هلته پېغلو او سپين سارو ناوې ته لاسونه سره کول او دلته ډله ځوانانو زوم رانيولی و، چا ټوکې پرې کولې او ځينو يې دفاع کوله. يو نژدې ملګري يې په لوړ غږ وويل:
– خچه ګوته يې ورسره کړئ او په ورغوي يې زړه واچوئ، چې غشی ترې وتلی وي.
– دا څه وايې؟ اوس خو يې بايد زړه ټکور شي او ته غشی ترې باسې.
د ځوانانو لا د لاس په سره کېدو مشوره نه وه راغلې چې د زوم د ورور تليفون ته زنګ راغی، نېکه يې و.
– موږ در روان يو، کور ته حال وکه چې شنې او تورې چاوې تيارې کړي.
– سمه ده حاجي لالا، چاوې تيارې دي، تاسې دې خدای په خير راوي.
سپينږيري په يو زلمکي غږ کړل: ورشه هغه زمونږ ښځو ته وا تيارې شئ چې ځو، ناوخته دی.
د ناوې پلار لوړه وکړه: حاجي لال په خدای که پل لا واخلې، دا د خوشحالۍ شپه به دلته تېروئ، مه کوه چې ښځې خوشحالي وکړي، بيا يا الله يا نصيبه چې داسې خوشحالي مو نصيب شي.
– تا ته نور تکليف نه درک… د چورلکو غږ يې خبره په خوله کې وچه کړه.
– يا الله ته خير پېښوې!
– خدای دې خير کړي، ورشه او ژر غږ پرې وکړه چې هسې کور ته ځان ورسوو، د کفر اولاد بيا چورلکې راپورته کړې، چې د چا په کور به غم مېلمه کړي.
سپين ږيرې حاجي لالا د اينګور په رنګارنګ ځونډو او زرينو چرمو اوبدلی دسمال په خپل سپين پاج برسېره هوار کړ او په ترهېدلې ټيټ غږ يې وويل: خدای دې راته مبارکه کړي.
موټرې لا کلا ته نه وې رانژدې شوې چې له پاسه درز شو، له شاوخوا څخه هم ناتار ډزې وشوې او د موټرو په اوسپنو د لګېدونکو وړو مرميو سپرغۍ د اسمان پر لور والوتلې. هلته د کلا له مهمان خانې د بارودو سرې لمبې پورته شوې.
د سپينږيري سپين پاج په نژدې فصل کې ريتاړې ريتاړې پروت و او د ناوې دسمال د څنځلو په خاردارو ښاخونو کې ټوټه ټوټه زړېده.
د هلمند د موسی کلا د دې خړ کلي خلک له لومړي درز سره وپوهېدل چې په کلي يې د ناټو عسکرو او د هغوی د کورنيو ملګرو لخوا چاپه وهل شوې ده. هيڅوک له کورونو نه راوتل، خو عسکر يې کورونه ته ورتلل او يو يو يې ويشتل، له هوا نه پرې تورو چورلکو ټوله شپه مسلسله بمباري کوله.
سهار ژوندي پاتې شوي کليوال ستړي ستومانه په کلاګانو او فصلونو کې په جسدونو راټولولو لګيا و، نيم کليوال هدېرې ته د قبرونو کندلو لپاره تللي و.
څو تنه ځوانان چې د ستومانۍ له وجې د نکريزو په شپه د زوم کور ته نه و راغلي، هغه وخته زبون وهلي شول چې د ځوانانو له وينو سره ګډې شوې نکريزې يې د مهمانخانې په ديوالونو پورې نښتې وليدلې.
يو ځوان د زوم د پرې شوي لاس خپړه وليده چې په خچه ګوته يې نکريزې لګېدلې وې، ورو يې له ځان سره له غرېوه په ډک غږ وويل:
شهيدې نکريزې.

Related posts