اکتوبر 23, 2019

امریکايي اشغالګرو او کورنیو غلامانو یې په هلمند کې د واده په مراسمو چاپه وهلې، لسګونه ملکي خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان کړي

امریکايي اشغالګرو او کورنیو غلامانو یې په هلمند کې د واده په مراسمو چاپه وهلې، لسګونه ملکي خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان کړي

د جنګي جنایاتو او بشر ضد کړنو په دوام، امریکايي اشغالګرو او د هغوی کورنیوغلامانو د (۰۳) په نوم وحشي قطعې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ بازار ته څیرمه په کونجک او شواروز سیمو باندې په ملکي خلکو چاپه ووهله او بمبار يې وکړ.
د دغه ستر جنایت په نتیجه کې د واده د مراسمو ۱ ټونس ۲ سراچه موټر، ۶ کورونه په چاپه او بمبار کې بشپړ ویجاړ شوي، لسګونه تنه ملکي خلک چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي په شهادت رسیدلي دي، ګڼ شمیر نور ټپيان شوي دي.
له چاپې څخه وروسته د اسلامي امارت مجاهدین هم سیمې ته رسیدلي او په چاپه وهونکو غلیمانو باندې يې سخت بریدونه ترسره کړي چې له امله يې د صفر درې په نامه د قطعې ۱۸ تنه وحشي عسکر وژل شوي، ګڼ شمیر نور ټپيان دي، نور يې له سیمې څخه تښتېدلي دي.
د یو بل جنایت په لړ کې همدې دښمن تیره شپه د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ د کمال خیلو بازار ورسره د خدوخیلو اوکمال خیلو کلیو باندې چاپه ووهله.
دلته يې هم د ملکي خلکو ۸۰ بابه دوکانونه سوزولي، قیمتې توکي يې ورڅخه غلا کړي، د ګڼو کورونو دروازې يې په بمونو اولوزولي، خلک يې سخت وهلي او ډبولي دي.
یو شمیر کلیوال يې له ځانه سره بیولي دي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۲۴/۱/۱۴۴۱هـ ق
۱/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/23م

Related posts