اکتوبر 23, 2019

غزنی: شلګر کې ګډ دښمن د بازار ۸۰ دوکانونه او ګڼ کورونه چور او تخریب کړل

غزنی: شلګر کې ګډ دښمن د بازار ۸۰ دوکانونه او ګڼ کورونه چور او تخریب کړل

تېره شپه ماخوستن اشغالګرو او کرایه شوو ګوډاګیانو یې د غزني ولایت، شلګر ولسوالۍ اړوند، کمال خیلوبازار، خدوخیلو او کمال خیلو کې په بازار چاپه وهلې، د دغه ستر جنایت پر مهال دښمن د بازار تر ۸۰ پوري دوکانه مات کړي او چور کړي، ځینې یې په بشپړ ډول تخریب، کړي دي.

همداراز یې خدو خیلو او کمالخیلو کې هم د ګڼ شمېر کورونو دروازې په بمونو الوزولې، د تالاشۍ په پلمه اولسي کورونو ته په زور ننوتلي، ان صندوقونه یې مات کړي، ټولې نغدې پیسې او قیمتي توکي یې چور کړي، خلک یې وهلي او ځورولي او ۲ تنه عام کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

2019/9/23

Related posts