اکتوبر 23, 2019

پروان مرکز کې  ګډ دښمن د ۲ کورنیو ۶ غړي شهیدان، ۹ نقلیه وسائط سوځولي

پروان مرکز کې  ګډ دښمن د ۲ کورنیو ۶ غړي شهیدان، ۹ نقلیه وسائط سوځولي

په عام اولس د خونخوار دښمن د وحشتونو په لړ کې تېره شپه اشغالګرو او افغان وژني ته کرایه شوو ګوډاګیانو یې د پروان ولایت مرکز اړوند، خلازیو سیمه کې د عامو اولسي خلکو په کورونو وحشیانه چاپه ووهله. ګډو وحشیانو ترسهاره کلیوال یرغمل کړي ول، او په شپه کې یې د عبدالقدوس په نوم یو کلیوال د ده دوه زامن او ۱ وراره په شهادت ورسول، دغه رنګه یې په یو بل کور کې یوه میرمن او یو نارینه هم په شهادت ورسول. ګڼ کورونه یې په بمونو والوزول، ۳ شخصي موټر او ۶ شخصي موټرسیکلونه یې د خلکو له کورونو څخه را وایستل او وسوځول، او د تلو پر مهال یې ۴ تنه عام وګړي د بندیانو په توګه له ځان سره یو وړل.

2019/9/22

Related posts