اکتوبر 23, 2019

بدخشان: کشم کې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا غونډه جوړه شوه

بدخشان: کشم کې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا غونډه جوړه شوه

پرون د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو د بدخشان ولایت، کشم ولسوالۍ اړوند، پهن سیمه کې یوه ستره غونډه ترسره کړه، چې ګڼ شمېر علماء کرامو، استادانو، مخورو او د سیمې خلکو ګډون کړی و.

غونډې ته د وینا پر مهال مسؤلینو او علماء کرامو ګډونوالو ته د تش په نوم انتخاباتو په اړه چې خارجیان یې د خپلو مزدورانو په وسیله په افغان اولس تپي پوره معلومات ورکړل، دوی یې د دې فریب او دسیسې په نا مشروعیت او زیانونو وپوهول او د سیمې له خلکو یې په کلکه وغوښتل چې دغه بدنامه او تخریبي دسیسه کې دي ګډون نه کوي، د خپلې سیمې په مساجدو، مدارسو او مکاتبو کې دي د افغان وژني لپاره د جنګي قومندان ټاکلو پروسې ته ځای نه ورکوي او د سیمې ټولو خلکو ته دي د اسلامي امارت دا پیغام ورسوي.

د غونډې ګډونوالو په یو اواز خپله ژمنتیا په ډاګه کړه او وعده یې وکړه چې د اسلامي امارت د غوښتني مطابق به سیمه کې د تش په نوم ټاکنو دفترونه نه خلاصوي او خپلو خلکو ته به په دغه پروسه کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

غونډه د وروستۍ د امن او سوکالۍ د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېدله.

2019/9/22

Related posts