اکتوبر 19, 2019

انتخابات که د انتصابي رسوایۍ تکرار

انتخابات که د انتصابي رسوایۍ تکرار

د اونۍ تبصره:
په دې ورځو کې په کابل او د هیواد په نورو لویو ښارونو کې د اجیر رژیم لخوا یو ځل بیا د تش په نامه انتخاباتو پروسې زور اخیستی او رسنیو هم ټوله توجه همدې موضوع ته ګرځولې ده. په داسې حال کې چې د تېر کال د پارلماني ټاکنو د تقلب، ګډوډۍ او بیلابیلو تخلفاتو خاطرې لا د خلکو په ذهن کې پرتې دي او د ټاکنو د پخواني کمیسیون ټول اعضاء د تقلب په جرم زندان ته لویدلي، د اجیر رژیم چارواکي یو ځل بیا په خورا مد او شد سره خلکو ته د شفافو ټاکنو وعدې ورکوي او دا خبره تبلیغوي چې د افغانستان برخلیک به د همدې انتخاباتو له لارې ټاکل کیږي.
که پخوا به یوازې د افغانستان اسلامي امارت د اشغال تر سیوري لاندې انتخاباتو مخالفت کاوه او دا پروسه یې د اشغال او جګړې د تداوم علت او د اولس سترګو ته د خاورو شیندل بلل، اوس د مسلسلو تجربو وروسته د هیواد بیلابیل اقشار، نړیوال سازمانونه او حتی د اجیر رژیم لوی شمیر پخواني چارواکي هم په دې خبره اعتراف کوي چې په دې شرائطو کې د ټاکنو ترسره کول یوازې د وخت، پیسو او امکاناتو ضیاع ده او پرته له دې چې څو تنه د قدرت لیونیان به له دې لارې خپل هوس خړوب کړي بله هیڅ پایله به ونلري.
د لوړې خبرې د اثبات لپاره ډیر دلائل موجود دي، یو له قوي او مشهودو دلائلو څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال انتخابات دي، نړیوالو او هیوادوالو ولیدل چې دوه ځله د سلګونو میلیونه ډالرو په مصرف سره د ټاکنو پروسه ترسره شوه، خو په پای کې د خلکو رایې او د ټاکنو ټولو پروسه باطله اعلان او د ارګ واکمن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري لخوا د امریکا په سفارت کې وټاکل شول.
که اوسني وضعیت ته وګورو، نو د پخوا په نسبت د انتخاباتو لپاره شرائط خورا ډیر نامناسب دي، خلک له اجیر رژیم، دروغجنو کاندیدانو او د ټاکنو له ټولې تیر ایستونکې پروسې زړه توري شوي دي. خلک نه غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. له بلې خوا د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ حکومتي دستګاه هڅه کوي چې د ټاکنو پروسه د منظم تقلب له لارې په خپله ګټه وکاروي. له دې څخه معلومیږي چې راتلونکې ټاکنې به تر پخوا زیاتې له جنجالونو، رسوایۍ او تقلب څخه ډکې وي او یو ځل بیا به خبره دې ته رسیږي چې دغه ټوله پروسه لغو او د اشغالګروپه منځګړیتوب حکومتي څوکۍ د کاندیدانو تر منځ تقسیم کړای شي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د اشغال تر سیوري لاندې د انتخاباتو ترسره کول مردود ګڼي، په ټولو هیوادوالو، مخورو شخصیتونو او سیاسي جهتونو غږ کوي چې دغه دروغجنه پروسه تحریم کړي. ځکه په دې دروغجنه پروسه سره پرته له دې چې د هیواد بحران لا پسې ژور او پيچیده شي بله هیڅ نتیجه هم لاسته نه راځي. موږ امید لرو چې بادرکه هیوادوالو لکه څنګه چې یې په تیرو کلونو کې له دغه وړ پروسو سره پریکون کړی و دا ځل به هم په خپل سرتاسري پریکون سره د دښمنانو هیلې نامراده کړي.

Related posts