اکتوبر 22, 2019

غزنی: شلګر کې د اشغالګرو جلا بریدونو ډاکتر او کلیوال سپین ژیری شهیدان کړل

غزنی: شلګر کې د اشغالګرو جلا بریدونو ډاکتر او کلیوال سپین ژیری شهیدان کړل

پرون ۳ بجې وحشي اشغالګرو د غزني ولایت، شلګر ولسوالۍ اړوند ګنډهیر کلي ته څېرمه په یو تن ډاکتر ( سیف الرحمن) باندې ډرون برید وکړ او نوموړی یې ځای پر ځای شهید کړ.

 ډاکټر سیف الرحمن د ولسوالۍ په بازار کې د غاښونو کلینیک درلود، چې تر ډېره پرې د سیمه ایزو خلکو روغتیایي ستونزي رفع وي.

همداراز پرون ماښام اشغالګرو په یو بل بې رحمانه برید کې د مندوزي اکا په نوم د مانجو کلي یو تن سپین ژیری هم په شهادت رسولی.

2019/9/21

Related posts