اکتوبر 18, 2019

اشغال او اوربند!!

اشغال او اوربند!!

د ورځي خبره:

امریکایي ولسمشر ټرمپ ویلي چې له اسلامي امارت سره یې مذاکرات ځکه لغوه کړل چې اوربند ته یې غاړه نه اېښودله.ټرمپ زیاته کړې چې دخبرو د پرمختګ لپاره له دې  نورې غوره لارې هم شته!! رښتیا هم جګړ مارو ته جنګ او وحشت تر سیاسي حللارې بهتره ښکاري.

په ګران هیواد کې روانه جګړه امریکا پیل کړې او ددې جنګ د روان ساتلو لپاره یې له هیڅ ډول وحشت، تذویر او مکر څخه دریغ نه دی کړی،که امریکا رښتیا هم دجنګ ختمیدل غواړي، خپل ټول عسکر دې زموږ له خاورې وباسي،افغانان خو امریکا ته دجګړې لپاره نه دي ورغلي، همدغه امریکایي یرغلګر دې چې زموږ هیواد یې وران کړ، په لکونو افغانان یې شهیدان، ټپیان او بندیان کړل او لا هم داشغال داوږدیدو لپاره ډول ډول پلمې تراشي.

 داسلامي امارت په مشري روان جهادي مقاومت دامریکایي یرغل عکس العمل دی،چې اشغال نه و، دلته مثالي او سرتاسري امنیت و،مرکزي حکومت او عدالت و،خو اشغال له یوې خوا ټول ارزښتونه له منځه یووړل او له بلې خوایې دجګړې اور بل کړ،تر څو چې داشغال لمن ټوله شوې نه وي، جګړه پای ته نه رسیږي، داشغال په شتون کې موږ شرعا اوفطرتا مکلف یو چې یرغل ضد جهاد روان وساتو او یرغلګر له خپل ټاټوبي وشړو.

داشغال دخاتمې له توافق او تضمین پرته اوربند کول نه یوازي داچې افغان ولس ته ښېرازي او خوشحالي نشي راوړلای، بلکې اشغال ته دوام او ځواک ور کوي،متاسفانه احمق دښمن تر اتلس کلنې جګړې او پراخو ځاني او مالي زیانونو وروسته لا هم  «دامپراتوریو په هدیره کې» دبریا خیال پلونه وهي.

 اسلامي امارت په تکرار سره ویلي چې د روان جهاد اصلي اهداف داشغال خاتمه او داسلامي نظام نفاذ دی، زموږ ملي او شرعي مبارزه به تر هغو جاري وي چې خپلو لوړو موخو ته رسیږو.

ان شاء الله العزیز

Related posts