اکتوبر 20, 2019

د برما مهاجرین  د یو بل ناورین  په درشل

د برما مهاجرین  د یو بل ناورین  په درشل

 حسن مومند:

دروانې اګست میاشتې په ۲۵ مې نېټې دبرما مهاجرینو په بنګله دیش کې ډېر ستر لاریونونه وکړل.

دروهنګیا قبیلې سره تړاو لرونکي دبرما مسلمانان چې په برما کې دبودایانو دسختو ظلمونو او وحشتونو نه دځان ژغورنې په موخه دسمندر له لارې ګڼو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور شویدي لویه شمېره یې په بنګله دیش کې په مهاجر کمپونو کې مېشت دي چې ژوند یې دخورا سترو کړاوونو نه ډک دی.

دوئ په مهاجر کمپونو کې محصور دي؛دهېواد  کوچنیواو سترو ښارونو ته د ازاد تلو راتلو او پکې دکار کولو اجازه نه ورکول کېږي او دې ته اړ کړای شویدي چې په کمو هغو مرستو خپل ژوند روان وساتي کومې چې ورته دملګرو ملتونو او یا نورو خیریه ادارو له لورې ورکول کېږي.

دیکشنبې په ورځ داګست په ۲۵ مې نېټې له ۲ سوه زرونه زیاتو مهاجرینو په خپلو مهاجر کمپونو کې لاریونونه وکړل او له بنګله دیش دولت نه یې وغوښتل چې ددې هېواد په ښارونو کې دازادانه ګرځېدو او کار کولو لپاره دې  دوئ ته تابعیت ورکړي او یادې هم دبرما دولت دې ته اړ کړای شي چې موږ دخپل هېواد اتباع ومني ؛ په قانوني ډول خپلو سیمو او کورونو ته دستنېدو اجازه راکړي اوزموږ دځان اوناموس دساتنې اوخوندیتوب اطمینان راکړي.

دیادولو وړ ده چې په تېرو دوه کلونوکې دبرمانه بنګله دیش ته ۸ سوه زره مسلمانان هجرت کولو ته اړ شویدي ؛ داکډه شوي مسلمانان په برماکې دروهنګیا په نوم دمسلمانانودسترې قبیلې سره تړاو لري؛ دروهنګیا په نوم ددې قبیلې سره تړاولرونکي مسلمانان دبرما ظالم بودایې دولت دبرما اصل اوسېدونکي نه ګڼي او وایې چې دوئ نسلاً بنګله دیشیان دي نوباید له برما نه وشړل شي ؛ له ۸ پېړیوو نه زیاته موده وشوه چې دا قبیله په برما کې اوسېږي خو لا یې هم دبرما دولت خپل اتباع نه ګڼي اونه ورته دتابعیت کارتونه ورکوي   ؛ دظلم دپاسه ظلم دادی چې دبرما دولت هیڅ دانه مني چې ګینې دبرمانه کډه شوي دامسلمان دبرما اوسېدونکي دي د ډېروسیاسي فشارونو نه پس دبرما دولت پدې ۸ سوه زره کې یواځې د ۲۳ زره مسلمانانو په باره کې دامنلې چې دوئ دبرما اوسېدونکي دي او یواځې دهمدې ۲۳ زره تنانو په هکله دې ته تیار شوې و چې په تدریجي ډول به  بېرته برما ته دراتللو اجازه ورکړي  .

 دبرما دولت وایې چې ددې  ۲۳ زرو تنانو دبېرته ستنېدو په هکله یې دبنګله دیش دولت سره تړون هم رامنځته شوی و خو دا چې بنګله دیش پدې تړون عمل ونکړ او ددې وګړو ړومبۍ جوپه یې برما ته راونه لېږله نو شاید موږ ددې تړون دلغوه کولو په اړه بیا کتنه وکړو.

دبنګله دیش دولت ولې دبرما دولت سره په رامنځته شوي تړون عمل ونکړ؟

دبنګله دیش نه خپرېدوندونکې (پروتوم آلو)نومې جریدې په خپل یو تازه راپور کې پدې اړه لیکي دي چې ۳۴۵۰ مهاجرین په خپله خوښه برما ته تللو ته چمتو شوي وو خو دبنګله دیش او برما دامنیتي ادارو نه چې دوئ دځان او عزت ساتنې غوښتنه وکړه نو ددواړو هېوادونو امنیتي ادارو پدې هکله له ضمانت ورکولو نه انکار وکړ.

نورحسنین نومي یو روهنګیا مهاجر دالجزیره تلویزون ته وویل چې که موږ ته خپلې ځمکې او کورونه بېرته راکړل شي او زموږ دسر او مال دساتنې اطمینان څوک راکړي موږ ټول چمتو یو چې برما ته ستانه شو خو متأسفانه چې هیڅوک داسې نشته چې موږ ته دا ضمانت یا لږ ترلږه دا اطمینان راکړي چې برما ته دستنېدو په صورت کې به تاسې نه وژل کېږئ او پرمېرمنو به مو جنسي تېري نه کېږي؛نو موږ دمرګ هغې کندې ته ولې بېرته ستانه شو چې په ۲۰۱۷ م کال کې ترې په ډېرې سختې راوتلي وو؟

((ایراوادي)) نومې دبرما نه خپرېدونکې جریدي هم لیکلي دي چې که روهنګیا مسلمانان برما ته راستانه شي چرته به مېشت شي؟په راخین او نورو ایالتونو کې ددوئ ټول کورونه په بلډوزرو نړول شویدي او ځمکې یې نیول شویدي.

دبنګله دیش نامتو جورنالست مفیض الاسلام په خپل یو راپور کې ویلي دي چې روهنګیا مهاجرین له ۳ لوریو راګېردي یو لور ته دملګرو ملتونو بې احساسه افسران دي چې تراوسه یې دبرما دولت دې ته اړ نکړ چې له پېړیو راهیسې دبرما اوسېدونکي روهنګیا مسلمانان دبرما اتباع ومني او په خپل هېواد کې ورته داوسېدو اجازه ورکړي.

بل لور ته دحسینه واجد په مشرۍ کې د بنګله دیش دولت هم ډېره جفا کوي نه خو برما ته ددې مهاجرینو دستنولو لپاره په نړیواله سطحه هڅې کوي او نه ورته هم په خپل هېواد کې دتابعیت ورکولو او ازاد ګرځېدلو اجازه ورکوي بلکې مهاجرین یې په کمپونو کې محصور کړیدي او بیا بیا ترې غوښتنه کوي چې بنګله دیش دې پریږدي او پرکوم لور چې تلل غواړي ولاړ دي شي.

دیادولو وړ ده چې دبرما نه دروهنګیا مسلمانانو دجرړو ویستلو په موخه دبرما دولت او ولسي وحشي بودایانو د ۲۰۱۷م کال داګست میاشتې په ۲۵ مې نېټې دروهنګیا بې وسلې مظلومو مسلمانانو پرضد دوحشت نه ډک عملیات پیل او ټول روهنګیا مسلمانان یې دخپلو کورونو نه وویستل:دنړیوالو رسنیو له لورې دخپرو شویو ارقامو له مخې پدې عملیاتو کې په زرونو مېرمنې بې عفته کړای شوې د ۴ سوه زرونه زیات تنان ووژل شول او ۷ لکه او ۶۰ زره مسلمانان دکښتیو له لارې بنګله دیش ته په ځان رسولو وتوانېدل.

دا مسلمانان چې بنګله دیش کې ورته په ډېرو خرابو ځایونو کې کمپونه جوړ شویدي په همدې کمپونو کې محاصره کړای شویدي؛نه چرته دتلو اجازه ورکول کېږي او نه هم په ښارونو کې دکار کولو؛خو دا چې دلته یې ځانونه او عزتونه مصئون دي نو دلته همدا د مشقت نه ډک ژوند یې قبول کړی.

دمهاجرینو مشرانو ویلي دي چې د برما دولت په ۸ سوه زره مهاجرو شویو روهنګیا مسلمانانو کې یواځې ۲۳ زرو ته برما ته دتلو اجازه ورکړیده او پاتې نور هیڅ دبرما اوسېدونکي نه ګڼي؛دملګرو ملتونو اداره اود بنګله دیش دولت دپاتې نورو تنانو دحقوقو دترلاسه کولو او په برما کې یې مېشت کولو لپاره هیڅ کوښښونه نه کوي بلکې برعکس دبنګله دیش دولت مهاجرینو ته حکم کوي چې له بنګله دیش نه دې ووځي او که ونه وځي نو شاړو ورانو جزیرو کې به یې وغورځوي.

دالجزیره تلویزون نماینده(سټیفنی ډیګر)وایې چې((ګوتوپولانګ)) کمپ ډېر تنګ کمپ دی په ډېر کم ځای کې په سونو زره انسان راټول شویدي خو دولت له لورې ورته هیڅ اسانتیاوې ندي برابرې شوي.

 

Related posts