اکتوبر 23, 2019

طالب د افغان اولس د برم تلپاتی منار..!

طالب د افغان اولس د برم تلپاتی منار..!

صارم:
په دې وروستیو کې دکورنیو کابل واکو ګوډاګیانو په شمول دهغوی بادارانو هم چیغې پیل کړې چې دومره طالبان مو ووژل، دومره به ووژنو، هابه وکړو او دابه وکړو….په داسې حال کې چې دا ۱۹ کاله یې هیڅ صرفه نه ده کړې، خو دا طالبان ورک نه شول بلکې زیات او څوبرابره ډېر ځیرک، حساس او تېز شول، او دا هغه حقیقت دی چې دوی ټول پرې اعتراف کوي او هغوی هم په داسې ډول ثابته کړې چې انکار ترې نه شي کېدای .

راځئ دا خبره له هغو سره دزړه له کومي شریکه کړو چې په دې تمه دي چې شاید یوه ورځ به له دې ټولنې دملا او دجومات اړیکه وشکیږي او بیا مو چې څه زړه وي هغه به کوو، داخیال له وقوع او عملي بڼې ډېر لرې دی، ځکه په مشخص ډول د یوه واکمن له زمانې به یې نه وایو، بلکې دافغانستان دجوړښت له تاریخه که ورته دقیق شو، په دې هیواد کې هغه واکمن پاته او حکومت یې دوام کړی چې ملا یې په اعتماد کې اخیستی او له جومات سره یې دښمني نه ده راغلې او بس .

دا هسې جذباتي او له ځانه جوړه خبر نه ده، تاسې ښه ورته دقیق شئ او غور پکې وکړئ، که ډېر لرې نه ځئ دامان الله خان له زمانې تر دې دمه په افغانستان کې ډېر واکمن راغلي او بېلابېل حکومتونه رامنځته شوي دي، تردې چې دکمونستانو په څېر دسفاکو او بې رحمه خلکو غوندې واک او اختیار هم راغلی چې هیڅ خنډ یې په مخ کې نه لیده، خو چې ملا او طالب یې په مخ کې ودرېد نو دتل لپاره له دې هیواده ورک شول او هیڅ نوم اونښان یې هم پاته نه شو.

په افغاني ټولنه د ملا حاکمیت اوتسلط بې مثاله دی او دنړۍ په سطحه به یې بېلګه ونه موندل شي، دا په دې چې له دې خاورې او دې خلکو سره دیني مزاج اغېږل شوی او هیڅ یو قوت یې سره بېلولی نه شی اونه هم تردې دمه څوک توانېدلي چې دغه هدف ته ورسیږي .

نو دامریکايي بمونو او ټانکونو په په زور پرې دیمکراسۍ تپل هم همداسې محال ده لکه کمونستي نظریه چې د وخت تر ټولو ستر استبدادي قوت (شوروي) پرې په ټول قوت او امکاناتو ونه شوای منلی تردې چې نور قوت ورختم شواو د مرګ اود وحشت هیڅ ډول یې ونه سپماوه .

 دغه دیوڅو لنډو ورځو لپاره په پردیو غوړو مستي لنډه او ژر ختمېدونکې ده، دافغانستان دخاورې حقایق او واقعیتونه دلته تحولات اوبدلونونه راوستلی شي نه پردي وسایل او امکانات، حتی که دغه امکانات او وسایل د شوروي دوخت په څېر پرېمانه اوبې حسابه هم شي، ختمېدل یې حتمي دي، دافغانستان له شته واقعیتونو او حقایقو څخه یو دا هم دی چې د دې ولس (چې ټول له امریکايي یا غربي  اشغال سره په جنګ دی) یا په مخشص ډول د طالب اقتصادي منابع د دې خاورې، له کور کلي ، غوا، چرګې او هګۍ څخه دي، خو په مقابل کې یې د پردي اشغالګر او اجیر عسکر حتی یو غوړپ اوبه هم له بهر څخه دي، نو ترڅو به یې اکمال کړي او دافغاني مجاهد منابع به څوک په څه ډول کنګل کړي .

وايي چې داسلامي خوځښتونو مثال د موم په څېر دی څومره چې تر فشار لاندې راځي هغومره سره ټینګیږي، طالب محدوده ډله او په شمار جنګي ټولی نه دی چې په مرګ به ختم اوله منځه ولاړ شي، طالب نظریه ده، طالب یو داسې پوخ فکر دی چې تر اشخاصو او ککریو نه دی محدود، هغوی چې په ډېرو سختو شرایطو او تنګو حالاتو کې د خپلو رهبري څېرو په مرګ او  وژنو ختم نه شول، بلکې نور هم  ډېر او عالمي شول، نو دافرادو په مرګ سره هیڅکله نه شي ختمېدلی .

هغه امریکايي جنرالان چې له جومات سره یې دښمني راغلې، که نن غورځې پرځي کوي، او ولس ګواښي، ډېر ژر به د دغو جنرالانو په پله پل ږدي، چې له دې خاورې په ټیټو سترګو او ځوړنده سرو وتلي .

له افغانستانه وروستی وتونکی روسي جنرال “ګوروموف” په افغانستان کې دخپلې ماتې علت جوماتونه  ښيي  او وايي:” …ګورئ په افغانستان کې نږدې څلوېښت زره جوماتونه دي اوپه هر جومات کې له یوه امام سره درې څلور تنه دایمي اوسیږي، نو تاسې فکر وکړئ چې زمونږ دپوځ په وړاندې هغوی څو برابره زیات دي …”

دوخت دواکمن دې له هوشه کار واخلي او د دې پدېدې دختمېدو کوشش دې نه کوي، چایې هم چې دختمېدو هڅه کړې په خپله ختم شوي او ترننه دهیواد په تاریخ کې بدمرغه یادیږي .

Related posts