اکتوبر 19, 2019

لغمان، علینګار ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې مسئولینو مهمه غونډه وکړه

لغمان، علینګار ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې مسئولینو مهمه غونډه وکړه

د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسیون مسوولینو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره د سیمې د شیخانو په جامع جومات کې د ښوونيزو چارو د پرمختګ په موخه مهمه ناسته وکړه.

په غونډه کې د یادې ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو مديرانو، علماء کرامو او پوهانو برخه اخیستې وه.

غونډې ته د لغمان ولایت د پوهنې مسئولینو او د مرکزي کمیسیون ورغلي هیئت ویناوې وکړې، د پوهنې پر ارتقاء او پرمختګ یې ټینګار وکړ، له علماء کرامو او استاذانو يې غوښتنه وکړه چې د ولس بچیان په سالمه دیني او عصري زده کړو سمبال او ټولنې ته وړاندې کړي.

د تعلیم او تربیې مسئولینو په خپلو خبرو کې د ښوونيزو لایحو او اصولو د پلي کولو په اړه ځانګړې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په یوه برخه کې د سیمې یوه تن جید عالم هم وینا وکړه او حاضرین يې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل، همدا راز د یوې لیسې مدير هم د نورو هغو په نماینده ګۍ خبرې وکړې او د تعلیم او تربیې مسئولینو ته يې ډاډ ورکړ چې ټول اصول به په خپلو ښوونځيو کې پلي کوي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د سیمې یوه قومي مشر هم د نورو قومونو په نماینده ګۍ خبرې وکړې او د اسلامي امارت له ټولو مسوولینو يې مننه وکړه چې اسلامي امارت د دوی هرې څانګې ته خپل مسئولین ټاکلي او د ولس ستونزې د شریعت په رڼا کې حل کوي.

۲۰/۹/۲۰۱۹

Related posts