اکتوبر 18, 2019

ننګرهار: خوګیاڼو کې د ګډ وحشي دښمن په بمبار کې ۴۰ کاریګر شهیدان شول

ننګرهار: خوګیاڼو کې د ګډ وحشي دښمن په بمبار کې ۴۰ کاریګر شهیدان شول

په بې وسه اولس د وحشي دښمن د ظالمانه بریدونو په لړ کې پرون د شپې ۱۲ نیمې بجې د اشغالګرو الوتکو د ننګرهار ولایت، خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند، د وزیرو د تور اوټ په سیمه کې په عامو کاریګرانو چې د چلغوزیو راټولولو لپاره سیمې ته راغلي ول سخت بې رحمانه بمبار کړی او ۴۰ تنه یې په شهادت رسولي دي.

یاد کاریګر د هیواد له بیلابیلو ولایتونو لکه، خوست، کونړ، ننګرهار او نورو څخه راغلي ول، چې په ډله کې یې د وزیرو او پیرخیلو د کلیو اوسیدونکي هم شهیدان شوي دي.

2019/9/20

Related posts