اکتوبر 24, 2019

کندز: چهاردره کې پوسته فتحه، ۵ ګوډاګیان مړه او ژوبل، وسلې ونیول شوې

کندز: چهاردره کې پوسته فتحه، ۵ ګوډاګیان مړه او ژوبل، وسلې ونیول شوې

د الفتح بریمنو عملیاتو په دښمن ځپونکي بهیر کې تېره شپه مجاهدینو د کندز ولایت، چهاردرې ولسوالۍ اړوند دوبندي سیمه کې د دښمن په پوسته تعرضي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې پوسته په مکمل ډول فتحه، ۳ مزدور عسکر قتل، ۲ نور ژوبل او ۱ ژوندی ونیول شو.

په دې برسېره ۱ میل پیکا، ۳ میله ایم ۱۶، ۱ کلاشنکوف او یوه اندازه مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلل.

په نښته کې لله الحمد مجاهدینو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

2019/9/19

Related posts