اکتوبر 22, 2019

د لغمان په علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د دعوت او ارشاد غونډې وشوې

د لغمان په علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د دعوت او ارشاد غونډې وشوې

نن د لغمان ولایت، علینګار ولسوالۍ اړوند، نیمنانیو سیمه کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا غونډه جوړه شوه، دغه غونډه کې د بدېع اباد،  اباخېل، پنج پدر، مېځګل، سندغاړه،کچې ، کوټګې ،اغاکلې ، پهلوان کلې، سېدقلعه ، کټل، زرګران، مېدانې،ګل اباد ، ګبرې، منجومه ، دادوقلعه، هرمل، چمټلیو او نورو کلیو خلکو ګډون کړی و. غونډې ته د دعوت او ارشاد د مسؤلینو ترڅنګ نورو علماؤ هم په بیلابیلو موضوعاتو ګټوري ویناګانې وکړې. غونډې ته د دعوت او ارشاد مسؤل خپله وینا کې خلکو ته د مزدوري ادارې لخوا د تش په نوم انتخاباتو په اړه معلومات ورکړل او خلک یې وپوهول چې د غربیانو لخوا په لاره اچول شوې دغه ډرامه کې دي ګډون نه کوي، له هغوی سره دي هیڅ ډول همکاري نه کوي او نه دي په سیمه کې ښوونځي او روغتونونه د دوی په واک کې ورکوي.

همداراز علیشنګ ولسوالۍ کې هم په دې موضوع  د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا یوه غونډه ترسره شوه چې پکې د سیمې ګڼو علماؤ، مخورو او اولسي خلکو ګډون درلود. یاده غونډه کې هم خلکو ته د اتنخاباتو په نوم د غولوونکې پروسې په اړه معلومات او د اسلامي امارت موقف بیان شو، او له خلکو وغوښتل شول چې د ملت تېرایستلو له دغه فریب څخه دي ځانونه لري وساتي.

د سیمې خلکو ژمنه وکړه چې د مزدور رژیم دغه فریب ته به هوښیار اوسي او د خپل ټول وس په اندازه به ځان او د سیمې اولسونه له دغي پروسې لري ساتي.

2019/9/19

Related posts