اکتوبر 23, 2019

دارزګان ولایت مرکزترینکوټ کې  تر وخت تیردرمل اومشروبات ضبط اووسوځول شول

دارزګان ولایت مرکزترینکوټ کې  تر وخت تیردرمل اومشروبات ضبط اووسوځول شول

د روزګان  ولایت مرکز ترینکوټ اړوندشاوخوا کلینکونو،درمل پلورنځیو روغتیائ مرکزونو اودوکانونو  ځخه داسلامی امارت دصحت چارودکمیسیون دمسئولینوله لوري  هغه درمل چې تاریخ یې تیر او یا بې کیفیته وو، له ضبط اوغونډولو وروسته نن په عام محضر کې وسوځول  شول

ددې ترڅنګ دیادکمیسیون د سیمې روغتیاپالانو او درمل پلورونکو ته لارښوونه وکړه، چې په راتلونکي کې د تاریخ تیر او بې کیفیته درملو اومشروبات له واردولو او پلورلو څخه ډډه وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي.

اسلامي امارت دصحت کمیسیون هغو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو او درمل پلورنځیو څارنه او نظارت کوي، چې داسلامی امارت تر ولکې لاندې دي , او دسیمی خلګ  چې   یې  له دې چارې  هم زیاته خوښي  څرګندوي

۲۰۱۹/۹/۱۸

Related posts