اکتوبر 20, 2019

کنړ: اسمار کې د دښمن په بیس او پوسته بریدونه وشول

کنړ: اسمار کې د دښمن په بیس او پوسته بریدونه وشول

پرون غرمه مجاهدینو د کنړ ولایت، اسمار ولسوالۍ کې د دښمن په مرکزي بیس باندې د ۸۲ م.م متري په مټ برید وشو، له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې ۳ مرمۍ د دښمن په بیس کې د ننه لګېدلې او دښمن ته یې تلفات اړولي دي.

همداراز د زربت ډاګ او ډمبرو په پوسته هم بریدونه ترسره شول، خو دښمن ته د اړولې مرګ ژوبلې په اړه یې تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/9/18

Related posts