اکتوبر 19, 2019

 پر ولس د خوراکي توکو بندیز، د حل لاره نه ده…!!

 پر ولس د خوراکي توکو بندیز، د حل لاره نه ده…!!

د ورځي خبره:

له نژدې دوو اونیو راهیسي د هیواد په شمال خصوصاً کندوز، بغلان، تخار او بدخشان کې د مجاهدینو تهاجمي بریدونو زور اخیستی تردې چې د کندوز، بغلان مراکز تراوسه پوري د مجاهدینو تر کلکي محاصرې لاندي دي، او تر نیم درجن زیاتي ولسوالۍ د ګوډاګۍ ادارې له لاسه وتلي، مجاهدینو فتح کړي دي.

بلخوا د کابل ادارې اعلان کړی چې لس ورځي وروسته به په اصطلاح د دوی ټاکني وي. نو څرنګه چې یې له یوې خوا د ټاکنو وخت را نژدي شوی، له بلي خوا یې عسکرو د مجاهدینو په وړاندي د مقاومت توان له لاسه ورکړی، نشي کولای چې له لاسه وتلي سیمي او یا هغه منطقې چې د مجاهدینو تر تهدید لاندي دي؛ کنټرول کړي؛ په همدې خاطر یې د یرغلګرو په مرسته د ړندو هوایی بریدونو او شپنیو وحشتونو څخه علاوه اوس یو بل بشرضد جنایت ته لاس اچولی چې متاسفانه ډېر دردونکی دی.

د کابل رژیم په بدخشان ولایت کې د خپلو درنو تلفاتو په غچ کې له تیرو دوه اونیو راهیسې د جرم ولسوالۍ د خستک درې په ولسي خلکو باندې عمومي لاره تړلې، هيڅ خوراکي توکي نه پریږدي چې عامو ولسي خلکو ته ورسیږي، همدارنګه یې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګولی، درمل، د سون توکي او نور اولیه مواد يې منع کړي دي چې هلته ورسیږي.

اوس دا حقیقت د کابل رژیم په ګډون هرچا ته مالوم دی چې دا کار تر هرچا مجاهدینو ته ډېر آسانه دی چې پر ولسي خلکو د رسد لاري بندي کړي، خو دا هیڅکله د انساني عاطفې سره سمون نه خوري، او هیڅکله یې دې کار ته زړه نه دی ښه کړی، مګر دا چې اوس د کابل لاسپوڅی رژیم په زور غواړي مجاهدین همدغسي یو عکس العمل ته اړباسي. چې متضرر به یې عام ولس وي.

د کابل رژیم په دې خاطر چې د خپلو درنو تلفاتو بدله له مجاهدینو نشي اخیستلای او نه هغه سیمي ورڅخه نیولای شي چې له لاسه یې وتلې دي، نو د عام ولس پر کورونو شپنۍ چاپې او یرغلګر د هغوی پر حریمونو ورخیژول، په ړندو بمباریو د ولسي قتل عام ترڅنګ یې اوس دې کار ته هم لاس واچاوه چې پر هغو سیمو چې د مجاهدینو تر ولکي لاندي دي، د خوراکي او اړتیا وړ توکو لاري بندي کړي. او د ټولو اسلامي، انساني، افغاني او بین المللي نورمونو خلاف بشرضد جنایت ترسره کړي.

  څرنګه چې د اسلامي امارت ویاند په خپله اعلامیه کې په صراحت سره ویلي چې، که چیري بشري نهادونه په دې برخه کې التفات ونکړي نو نه یوازي دا چي په دغه بشرضد جنایت کې به ورسره همغږي بلل کیږي؛ بلکي مجاهدین به هم اړ شي چې په بدل کې یې له مجبوریته پر هغو سیمو هم د رسد لاري بندي کړي چیري چې د کابل رژیم سلطه وي.

 او تر هغو پوري به یې خلاصي نکړي ترڅو چې د کابل رژیم له ورته عمل څخه انصراف نه وي کړی. او مسئولیت به یې هم د کابل د رژیم او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پرغاړه وي.)

نو ډېره اړینه ده چې بشري نهادونه او رسنۍ باید د یادي سیمې د خلکو دغې ستونزې ته جدي توجه وکړي، د رژیم د وحشي ملیشو د دا ډول کړنو مخه دې ونیسي، او پرېنږدې چې هلته یو انساني ناورین رامنځته شي.

کنه نو خدای مکړه د ورته عکس العمل پایله به بیا نور ولس هم متضرر کړي او مسئولیت به یې د رژیم د چارواکو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پرغاړه وي.

پای …………..!

Related posts