اکتوبر 20, 2019

په بدخشان کې په خلکو د خوراکي توکو د بندیز او لارو تړلو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

په بدخشان کې په خلکو د خوراکي توکو د بندیز او لارو تړلو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

په تأسف سره مو خبر تر لاسه چې د کابل ادارې د انساني ضد جنایاتو په دوام، په بدخشان ولایت کې د خپلو درنو تلفاتو لیدو په غچ کې له تیرو دوه اونیو راهیسې د جرم ولسوالۍ د خستک درې په اولسي خلکو باندې عمومي لار تړلې، هيڅ خوراکي شیان نه پریږدي، د خلکو په تګ راتګ يې بندیز لګولی، درمل، د سون توکي او نور اولیه مواد يې منعه کړي دي.
اسلامي امارت دغه بزدله عمل په تر ټولو سختو ټکو غندي او د دښمن د مجبورۍ او ناهیلۍ دلیل يې بولي.
دښمن دې په جګړیزو صحنو کې د خپلو درنو تلفاتو اوناکامیو غچ له عام ولس څخه نه اخلي.
اسلامي امارت له ټولو بشري او حقوقي نهادونو او رسنیو څخه غواړي چې د سیمې د خلکو دغې ستونزې ته جدي توجه وکړي، د هغوی غږ پورته کړي او پرېنږدې چې هلته یو انساني ناورین رامنځته شي.
که د کابل ادارې اړوند ارګانونه د خستک په دره باندې د خوراکي توکو، درملو او انساني اړتیاوړ شیانو بندیز لرې نه کړي، د اسلامي امارت مجاهدین به هم اړ شي چې په ورته عمل لاس پورې کړي هغه مهال به بیا مسئولیت د همدې بزدله دښمن او د هغوی د بهرنیو ملاتړو په غاړه وي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۸/۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۶/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ2019/9/17م

Related posts