نوومبر 22, 2019

باهاماس ټاپوګانو کې د ډوریان توپان له امله ۲۵۰۰ کسان تري تم شوي

باهاماس ټاپوګانو کې د ډوریان توپان له امله ۲۵۰۰ کسان تري تم شوي

د باهاماس ټاپوګانو چارواکي وايي، د ډوریان سمندري توپان له امله چې تېره اونۍ يې په کارائيب سمندرګي کې دا ټاپوګان وځپل، ۲۵۰۰ کسان تري تم شوي دي.

لومړي وزیر هوبرټ مينيس یوه کانفرانس کې وویل، د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته رسېدلی او تائيد يې کړه چې د بې درکه شویو کسانو شمېر زیات دی او تمه کيږي چې په چټکۍ سره د وژل شویو کسانو شمېره لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت به د قربانیانو شمېرې د ترلاسه کولو سره سم نشروي.

د سپتمبر په لومړیو کې د ډوريان سمندري توپان باهاماس ټاپوګان وځپل، دغه توپان چې د پنځمې درجې و، د اتلانتيک سمندر یو له شدیدو توپانونو څخه وګڼل شو چې د باد سرعت يې په یوه ساعت کې ۳۰۰ کيلومترو ته رسېدو.

دې توپان په باهاماس کې زرګونه کورونه ونړول او د امریکا او کاناډا په سواحلو کې یې زیانونه واړول.

احمد ظريف

Related posts