نوومبر 21, 2019

زابل : ارغنداب کې دښمن له قرارګاه تښتیدلي یوه شوبله یې ویجاړه اویوه شوبله اونورمهمات نیول شوي

زابل : ارغنداب کې دښمن له قرارګاه تښتیدلي یوه شوبله یې ویجاړه اویوه شوبله اونورمهمات نیول شوي

د زابل ولایت  له ارغنداب ولسوالۍ نه  په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : نن سهار  د یادي ولسوالۍ اړوند د سره سخر  په سیمه کې   دګوډاګۍ ادارې مزدور عسکر   دسنګر له مهمې قرارګاه  په تېښته ولاړل

دتېښتې  په مهال  ددښمن   یوه شوبله  دخښ کړی شوي  ماین په مټ ویجاړه اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته

همداراز  له دښمن څخه   په قرارګاه کې یوه شوبله  اوګڼ شمېر نور مهمات  پاتي شوي چې دمجاهدینولاس ته ورغلي دي

دیادوني ده چې  ۲ ورځي وړاندي  په یاده قرارګاه دمجاهدینوله لوري د وسلوال بریدپه ترځ کې ۱۸ تنه مزدور عسکر ځای  پرځای قتل او ۴ تنه ژوبل شوي ؤ

2019/9/12

Related posts