نوومبر 22, 2019

لغمان، د ښوونې او روزنې مسئولینو د ښوونيز بهیر د پیاوړتیا او له مدارسو سره د مرستې په موخه غونډه وکړه

لغمان، د ښوونې او روزنې مسئولینو د ښوونيز بهیر د پیاوړتیا او له مدارسو سره د مرستې په موخه غونډه وکړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې مسوولینو د لغمان ولایت په علينګار ولسوالۍ کې د ښوونيز بهیر د پياوړتيا او له مدارسو سره د مرستې په موخه غونډه وکړه.

غونډه د علینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره د سیمې په تحسین القرآن والسنة مدرسه کې جوړه شوې وه چې د معارف کمیسیون پر سیمه ییزو مسؤلینو سربیره د مرکزي کمېسیون راغلي هیئت ، علماء کرامو، د مدارسو مهتممینو او  استاذانو پکې برخه اخيستې وه.

د غونډې ګډونوالو ته لومړۍ وینا د ښوونې او روزنې منسوبینو وکړې.

علماء کرام او د مدارسو مهتممین یې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل، د مدارسو په مشکلاتو یې بحث وکړ، د مدارسو لپاره  جوړه شوې کړنلاره او لایحه يې توضیح کړه، له مدرسو سره يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او د غونډې په وروستۍ برخه کې د مرکزي کمیسیون له خوا یوڅه نغدي مرستې پر مهتممینو وويشل شوې.

۲۰۱۹-۹-۱۲

Related posts