نوومبر 21, 2019

د الفتح بریدونو اوج او موج

د الفتح بریدونو اوج او موج

حبیب مجاهد
په داسې حال کې چې د کابل رژیم پلویانو د ډونالډ ټرمپ په ټویټونو جشن نیولی او له طالبانو سره د مذاکراتو لغو کیدل ورته د کال تر ټولو ستره بریا ښکاري، بالمقابل طالبانو په عملي ډګر کې پراخ بریدونه پيل کړي چې درګرده سیمې نیسي او مخالف اړخ ته درانه زیانونه اړوي.
که یوازې په تیرو لسو ورځو کې د طالبانو مهم نظامي عملیات وشمیرو ویلی شو چې د سبتمبر لومړنۍ لس ورځې د طالبانو د الفتح عملیاتو تر ټولو بریالۍ د اوج او موج ورځې وې. د سبتمبر له پیل سره طالبانو په کندز، بغلان، تخار، مزار شریف، فاریاب، فراه او پلازمینه کابل کې پراخ بریدونه پيل کړل. د سبتمبر په دوهمه طالبانو د کابل ښار کې د نهمې حوزې اړوند د بهرنیانو په میشت ځای ګرین ولیج باندې فدایي برید وکړ چې ورسره درنه جګړه ونښته،د حملې انځورونو وښودل چې برید د بهرنیانو میشت ځای ته پراخ زیان اړولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په بریدکې د ګرين ويليج ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان دي خو د طالبانو ویاند د دښمن مرګ ژوبله زیاته ګڼله.
د سبتمبر په دریمه طالبانو د بلخ زارع ولسوالي طالبانو ونیوله او د همدې میاشتې په پنځمه نیټه د کابل شش درک کې د رجال برجسته د ریاست له نظام قراول سره په خارجي ځواکونو فدایي حمله وشوه، ثبت شوې ویډیو وښودل چې د خارجیانو دوه موټر چې کله له عمومي سرک څخه د نظام قراول خواته چپ شول. ټونس موټر پسې چپ شو او بیا چې ورسره نږدې شو چاودنه یي پر وکړه. دې چاودنې هم حکومتي عسکرو او خارجیانو ته درانه تلفات ورسول. حکومت د دوولس تنه خارجي او داخلي کسانو وژل کیدل تائیدکړل.
د سبتمبر په شپږمه طالبانو د فراه په مرکز پراخ بریدونه پیل کړل. طالبان د فراه ښار ته ننوتل او د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ولیکل چې د فراه ولایت دمرکز د کلي زمان ، ریګي اوباغ پل له طرفونو داسلامي امارت مجاهدینو دکابل ادارې پر عسکرو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړي. دجلب اوجذب مهم مرکز ، یو شمېرپوستې اونور مراکز یو په بل پسي فتح شوي او مجاهدین دښار مابین ته رسیدلي دي چې هلته یې په امنیه قومندانۍ او داستخباراتو پر ریاست بریدونه جاري ساتلي.
د ښاغلي احمدي په وینا د فراه په عملیاتو کې چې دمازدیګر تر ۵ بجو پوري یې دوام وکړ ددښمن ۲ عرادي رینجر موټر ګڼ شمېر موټرسایکلونه اونور نظامي توکي اومهمات سوځول شوي یو ثقیل ،۴ جلسې ټوپکونه ، ۴ کلاشینکوفونه ، ۳ توپنګچې ، ۵ موټرسایکلونه، اوګڼ شمېر مرمۍ اونور مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي دي. د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ طالبانو د فراه د اناردرې ولسوالي هم ونیوله.
په ورپسې څلورو ورځو کې په داسې حال کې چې د بغلان مرکز پلخمري لا هم د طالبانو تر محاصره لاندې او د کابل ــ مزار شریف لاره له دوو اونیو راهیسې د بغلان په کیله ګي سیمه کې طالبانو نیولې و بل اړخ ته طالبانو په کندز، بغلان او تخار کې د پام وړ پرمختګونه وکړل. په کندز کې یې خان اباد، دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ یو په بل پسې ونیولې، په بغلان کې یې د ګذرګاه نور ولسوالي ونیوله او په تخار کې یې د خواجه غار، ینګي قلعه او درقد مراکز تر کنټرول لاندې راوستل.
د بریدونو او بریاوو دغه تسلسل ښيي چې طالبان د ټرمپ د ادعاء خلاف نه تنها دا چې ځپل شوي نه دي، بلکې تر پخوا زیات په غورځنګ راغلي او درګرده ولسوالۍ او ستراتيژیکي سیمې د کابل رژیم له کنټروله باسي. بالمقابل د کابل حکومت په تیرو ورځو کې د تل په شان یوازې تبلیغاتو ته کار ویلی او یا هم په ټاکنیزو منډو ترړو مصروف دي.

Related posts