نوومبر 21, 2019

پروان: د اشغالګرو په ستر نظامي مرکز توغندیز برید وشو

پروان: د اشغالګرو په ستر نظامي مرکز توغندیز برید وشو

د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې پرون مجاهدینو د پروان ولایت کې د اشغالګرو په ستر نظامي مرکز (بګرام هوایي اډه ) اډه باندې توغندیز برید وکړ. له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې ټول ویشتل شوي توغندي د اشغالګر دښمن په مرکز کې دننه په مهمو اهدافو لګېدلي او دښمن ته یې د سر او مال درانه تلفات اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن لوګر کې او پرون هم پروان کې د مجاهدینو لخوا د اشغالګرو په مراکزو توغندیزو بریدونو کې دښمن ته مرګ ژوبله او مالي زیان اوښتی و.

2019/9/12

Related posts