سپتمبر 20, 2019

د کابل په ریشخورو کې د مزدور دښمن په قرارګاه کې دننه فدايي برید تر ۲۰۰ کمانډو عسکر مړه او ژوبل کړل

د کابل په ریشخورو کې د مزدور دښمن په قرارګاه کې دننه فدايي برید تر ۲۰۰ کمانډو عسکر مړه او ژوبل کړل

د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل ولایت اړوند ریشخورو سیمه کې د کابل ادارې د کمانډو په نامه مزدورو عسکرو په قرارګاه کې دننه قوي موټربم برید وشو.
دغه اتلوال استشهادي برید د قهرمان فدايي مجاهد ملا احمد وردګ لخوا د منفجره موادو څخه د ډک هغه موټر په مټ ترسره شو چې په موټر کې ګڼ شمیر کمانډيي عسکر هم ورسره سپاره وو او د قرارګاه منځ ته داخل شوی و.
اتل فدايي مجاهد ملا احمد له ډيرې مودې راهیسې په نومړي قرارګاه کې دننه د همداسې یوه کاري ګوزار لپاره شیبې شمارلې چې نن خپل هدف ته ورسید.
په قرارګاه کې د کمانډو عسکرو هغه ۲۰۰ تنه عسکر په نښه شول چې د نورو موټرو ورتګ ته انتظار وو او د عملیاتو لپاره مختلفو ساحوته استول کیدل.
د انفجار په رامنځته کیدو سره ټول عسکر وژل شوي او ټپيان دي او د قرارګاه اکثره برخه نړیدلې ده.
د کابل مزدورې ادارې کمانډو عسکر د امریکایانو په لاس هغه روزل شوي غلامان دي چې د خپلو هیوادوالو په وحشیانه وژنو، ځورونو، شپنیو چاپو او ظلمونو کې مخامخ ونډه اخلي.
دغه کاري ګوزار زموږ د مظلوم ملت د ویرجنو او کړیدلیو کورنیو په انتقام کې پرې تر سره شو.
دښمن باید د دا ډول لا ډيرو سترو او کاري ګوزارونو ترسره کیدو ته منتظر و اوسي. ان شاءالله تعالی

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۳/۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۱/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/12م

Related posts