نوومبر 18, 2019

پیشتازان کاروان جهاد اثر چاپ شو

پیشتازان کاروان جهاد اثر چاپ شو

پیشتازان کاروان جهاد( کتاب) تازه له چاپه راووت،همدا کتاب داسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون دتالیف او ترجمې څانګې له لوري په ۴۵۹ مخونو کې پر سپین کاغذ او ښایسته صحافت چاپ شو.

« پیشتازان کاروان جهاد» «دسپین کاروان سرلاري»کتاب ژباړه ده،همدغه ارزښتمن کتاب قاري سعید زرمتي صاحب په پښتو ژبه لیک او ترتیب کړي و، د کتاب اهمیت ته په پام سره د فرهنګي کمیسیون دتالیف او ترجمې ادارې په پیشنیهادمولوي انعام الله  حبیبي سمنګاني صاحب دري\ فارسي ته ترجمه کړ.

پیشتازان کاروان جهاد داسلامي امارت دزعماء او نومیالیو څېرو دژوند لیکونو مجموعه ده،په دې کتاب کې داسلامي امارت دمؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله او شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبه الله د سوانحو په ګډون داسلامي امارت د پنځوسو مخکښو شخصیتونو د ژوند، فکر او مبارزې احوال راټول شوي دي.

پیشتازان کاروان جهاد زموږ د جهاد، قربانیو، تاریخ او په ځانګړې توګه دمشرتابه د فداکاریو، مسکنت،تقوی، شجاعت، اخلاص او له خپل دین، هیواد او مجاهد ولس سره د مینې او وفادارۍ یو انځور دی.

د تألیف او ترجمې اداره

کتاب له دغه ځای څخه ښکته کړئ 

Related posts