سپتمبر 20, 2019

لسګونه نور مجاهدین له نظامي تمریناتو وروسته جهادي لیکو ته ستانه شول/انځوريز

لسګونه نور مجاهدین له نظامي تمریناتو وروسته جهادي لیکو ته ستانه شول/انځوريز

د افغانستان د اسلامي امارت د نظامي کمېسيون د معسکراتو ادارې د مجاهدينو د نظامي تربيې چاري ګړندۍ کړي او په دې وروستيو کي يې سلګونو تنو مجاهدينو ته مهمي او ضروري فوځي زده کړي ورکړي دي.
د محمود غزنوي ( رحمه الله ) له فوځي روزنتون څخه تازه لسګونو تنو مجاهدينو د اسلامي عقيدې، فقهي، نبوي سيرت، دعوت، استخباراتو، نقشې، درنو او سپکو وسلو، نایټ ویژن او لیزري دوربینونو، عسکري حرکتونو او جګړه ایزو تکتیکونو په برخو کي مهمي او ضروري زده کړي تر لاسه کړي چي ډېر ژر به ان شاء الله په سپېڅلې روحيه او لوړ مورال د مقدس جهاد ګرمو سنګرونو ته ستنېږي او په بشپړ مادي او معنوي چمتووالي سره به د اشغالګرو او د دوی د مزدورانو پر ضد خپله سپېڅلې جهادي مبارزه د پخوا په پرتله په ښه ډول اجراء کوي.
د محمود غزنوي له معسکر څخه پداسي حال کي لسګونه مجاهدين فارغېږي چي څو ورځي مخکي هم د زبير بن العوام رضی الله عنه له معسکر څخه سلګونه تنه مجاهدين فارغ شوي وو او د سپېڅلي جهادي فريضې د اداء کولو لپاره د جهاد ګرمو سنګرونو ته ستانه شوي وو.

فارغ شوي مجاهدين د باتجربه او مسلکي استادانو لخوا د شپنیو او ورځنیو چاپو، نفوذي، تصفیوي او تعرضي عملیاتو په برخو کي هم روزل شوی او د الله تعالی په نصرت له ځانګړو تکتيکونو په استفادې د دښمن د هر ډول محاصرې ماتولو وړتيا لري.

Related posts