سپتمبر 15, 2019

اسرائيلي اشغالګرو پر غزې هوايي بریدونه کړي، مقاومت په توغندیو ځواب ورکړی

اسرائيلي اشغالګرو پر غزې هوايي بریدونه کړي، مقاومت په توغندیو ځواب ورکړی

اسرائيلي الوتکو نن سهار د غزې په تړانګه کې د فلسطیني جهادي مقاومت څو اهداف په نښه کړي چې له مالي زیانونو پرته یې ځاني تلفات نه دي اړولي.

فلسطیني رسنۍ وايي، الوتکو د دیرالبلح په لويدیځ کې د مقاومت یو مرکز په نښه کړی او دې سیمه کې یوه خوشې شوې ودانۍ هم ويشتل شوې ده، په دې برسېره یاد ښار کې د مقاومت پر یوه مرکز ۶ توغندي اورول شوي دي.

د اشغالګرو الوتکو د غزې په شمال بیت لاهیا کې یو مرکز په څلورو توغندیو ویشتلی دی.

په دې بریدونو کې یوازې مالي زیانونه اوښتي.

تازه راپورونه وايي، نن ماسپښين د اسرائیلو توپچي ځواکونو د غزې په بیت لاهیا سیمه کې د فلسطیني مقاومت ۳ مرکزونه ويشتلي دي.

دې توپچي بریدونو هم یوازې سیمه کې مالي زیانونه اړولي دي.

د فلسطیني رسنیو له راپورونو سره سم، نن ماسپښين له غزې څخه درې توغندي غزې ته په ورڅېرمه یهودي مېشت ځایونو ويشتل شوي دي.

ددې توغندیزو بریدونو د زیانونو په اړه څه ویل شوي نه دي، خو داسې برېښي چې دا توغنديز بريد به د اسرائيلي اشغالګرو د وروستیو تیریو په ځواب کې شوی وي.

دې وروستیو کې د فلسطیني جهادي مقاومت او اسرائیلي اشغالګرو ترمنځ تاوتریخوالی یوځل بیا ډېر شوی دی.

احمد ظريف

Related posts