سپتمبر 15, 2019

پروان، شينوارو ولسوالۍ کې د پوهنې مسوولینو د مدرسو له مهتممینو سره مهمه غونډه وکړه

پروان، شينوارو ولسوالۍ کې د پوهنې مسوولینو د مدرسو له مهتممینو سره مهمه غونډه وکړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کميسیون مسوولینو د پروان ولایت په شينوارو ولسوالۍ کې له دیني مدرسو سره د مالي مرستو په موخه له مهتممینو سره غونډه وکړه.

مرستې د سیمې له دیني مدرسو، دارالحفاظونو او کلیوالي مدرسو سره وشوې.

د پوهنې سیمه ييزو مسوولینو په دې تړاو د اشتر شهر سردرې د خواجه عباس بابا مدرسه کې غونډه جوړه کړې وه.

د پوهنې د مسوولینو په خبره، د مرستو دا لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د سیمې مهتممین رابلل شوي وو چې پر مهال یې  د مدارسو مسئولینو ته د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې لایحه په واضحه توګه بیان او د مدارسو مسئولین دې ته وهڅول شول چې د ولس بچیان په ښه سالمه او اسلامي روزنه سمبال کړي، د زده کړو په برخه کې د زده کونکو کیفيت ته توجه وکړي او خپل مسؤلیت په ښه توګه پر مخ بوځي.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د مهتممینو د میاشتنۍ مشورتي ناستې ترتیب هم برابر شو، یاده مشورتي غونډه به هره مياشت ترسره کیږي، د وخت مطابق د مدارسو ستونزې به د معارف کمیسیون له مسئولینو سره شریکوي او په اړه به يې ګډ تصمیم نیول کیږي.

۲۰۱۹/۹/۱۰

Related posts