سپتمبر 15, 2019

غزنی: ګیرو کې ګډ دښمن ۵ کلیوال شهیدان، ۲ مساجد، مدرسه او ۲ کورونه ویجاړ کړل

غزنی: ګیرو کې ګډ دښمن ۵ کلیوال شهیدان، ۲ مساجد، مدرسه او ۲ کورونه ویجاړ کړل

تېره شپه ۱۱ بجې امریکایي اشغالګرو او کرایه شوو غلامانو یې د غزني ولایت، ګیرو ولسوالۍ اړوند، ده سي کلي باندې وحشیانه چاپه ووهله، چې تر ۴ بجو یې دوام درلود. دغه جنایت پر مهال ګډو وحشیانو د ۲ ملا امامانو په ګډون د سیف الحق، محمد عظیم، عبدالله، مولوي نعمان او ملا عبداللطیف په نومونو ۵ تنه کلیوال په شهادت رسولي، ۲ تنه یې ژوبل کړي، ۲ مسجدونه ۱ د خلیفه صاحب مدرسه او ۲ اولسي کورونه یې په مکمل ډول ویجاړ کړي، د ګڼو کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، د خلکو ټول شته یې لوټ کړي، او د سپینږیرو او ماشومانو په ګډون کلیوال یې سخت ځورولي دي.

2019/9/11

Related posts