سپتمبر 15, 2019

د اسلامي امارت ثابت دریځ

د اسلامي امارت ثابت دریځ

د ورځي خبره:

اسلامي امارت دخپل تاسیس له پیله داسي کړنلاره او تګلاره غوره کړې چې بنسټ او محور یې دیني ارشادات او ملي ګټې دي. زموږ اهداف د اشغال بشپړه خاتمه، دګران هیواد خپلواکي او داسلامي نظام نفاذ دی. د کومو موخو لپاره چې اسلامي امارت مبارزه کوي، په ځلونو یې  په اثبات رسولې چې دهیڅ لوري د فشار او فرمایش له امله یې له خپلو لوړو اهدافو څخه تنزل نه دی کړی.

اسلامي امارت چې پر افغانستان دامریکایي یرغل له شروع سره یرغل ضد جهاد پیل کړی، په وار- وار یې ویلي چې په خپله خاوره کې د یرغلګرو عسکرو شتون په هیڅ صورت ورته دمنلو او زغملو وړ نه دی.  اسلامي امارت ته په هیواد کې دیرغلګرو د یوې وړې اډې دمنلو  په بدل کې د حکومت د بشپړ سپارلو او په نړیواله کچه د سیاسي او اقتصادي ملاتړ وړاندیزونه شوي،خو داسلامي امارت پر دین او وطن مین مشرتابه داډول وړاندیزونه فورا رد کړي او له  ګران هیواده یې دیرغلګرو ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کړی دی.

له امریکا سره تر اتلس کلنې مقابلې وروسته هم مقابل اړخ  د اسلامي امارت په پیژندلو نه دی توانیدلی،دښمن داسلامي امارت مشرتابه هم پر هغو واکمنانو قیاسوي چې اصل  هدف یې شخصي ګټې او د چوکۍ ساتل وي. داسلامي امارت مشرتابه  دخپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لار کې د دښمن  زور او زر صرف نظر ګرځولي او پر خپل دیني او ملي موقف ثابت پاته شوی دی.

زموږ مبارزه دهیڅ یو حکومت، تنظیم او سازمان داحسان پوره وړې نه ده، د اسلامي امارت مبارزه د ولس له غیږې را پیل شوې او دولس په ځاني او مالي ملاتړ دبري تر درشله رارسېدلې ده. افغان مجاهد ولس ته ډاډ ورکوو چې تر خپلو پاکو اهدافو او علیا مصالحو به په هیڅ ډول هم تېر نشو، تر هغو به روانې مبارزې ته دوام ورکوو چې د مظلوم او مجاهد ملت سپېڅلي ارمانونه پوره کیږي او داشغال کمبله په یومخیزه توګه له هیواده ټولیږي.

ان شاءالله العزیز

Related posts