سپتمبر 15, 2019

لوګرمرکز او برکي برک کې ګډ دښمن وحشت ترسره کړی

لوګرمرکز او برکي برک کې ګډ دښمن وحشت ترسره کړی

 تیره  شپه خارجي اشغالګرو د داخلي ګوډاګیو عسکرو په ملتیا د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ چلوزیو سیمه کې د اولسي خلکو په کورونو چاپې او د عملیاتو په نوم خپل سري جنایات ترسره کړ. ګډو وحشیانو د اولسي خلکو دروازې په بمونو الوزولې، د خلکو نغده شتمني او قیمتي توکي یې لوټ کړي.

همداراز اشغالګرو سیمه کې بمبار هم کړی، خو تر دې دمه پکې د مرګ ژوبلي او مالي زیان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دغه رنګه تېره شپه وحشي اشغالګرو د لوګر مرکز اړوند پاتخواب سیمه کې د یاسین په نوم یو سپین ږيري کروندګر باندې چې د پټیو په خړوبولو بوخت وو ډرون برید وکړ، چې له امله یې یاد کروندګر په شهادت ورسید.

2019/9/10

Related posts