نوومبر 23, 2019

۶۰۰ تنه مجاهدين له فوځي زده کړو فارغ شول – انځوريز راپور

۶۰۰ تنه مجاهدين له فوځي زده کړو فارغ شول – انځوريز راپور

د افغانستان د اسلامي امارت له نظامي معسکراتو څخه شپږ سوه تنه مجاهدين په فکري، نظامي، تخنیکي او نورو مختلفو  دورو کي فارغ او نظامي زده کړي يې سرته ورسولې.

دغو مجاهدينو په  معسکراتو کې د اسلامي عقيدې، فقهې، نبوي سيرت، دعوت، استخباراتو، نړیوالي نقشې، درنو او سپکو وسلو، نایټ ویژن او لیزري دوربینونو، عسکري حرکتونو او جګړه ایزو تکتیکونو په برخو کې مهمې او ضروري زده کړې تر لاسه کړې.

فارغ شوي مجاهدين به په سپېڅلې روحيه او لوړ مورال د مقدس جهاد ګرمو سنګرونو ته ستنېږي او په بشپړ مادي او معنوي چمتووالي سره به د اشغالګرو او د دوی د مزدورانو پر ضد خپله سپېڅلې جهادي مبارزه د پخوا په پرتله په ښه ډول اجراء کوي.

د اسلامي امارت په معسکرونو کې روزل شوي مجاهدين په جهادي ډګر کې الحمدلله ښه ځلېدلي او د اسلامي امارت د نظامي قوماندانانو لخوا د دوی جګړه ايزه وړتيا، شجاعت، تقوی او د دښمن په مقابل کې ثبات يې ډېر ستايل شوی دی، د معسکرونو د نظامي روزنې ښې نتېجې د اسلامي امارت مشران دې ته هڅولي تر څو د معسکرونو چارو ته لا ښه متوجه شي او د پرمختګ په برخه کې يې نور ګامونه هم واخلي.

فارغ شوي مجاهدين د باتجربه او مسلکي استادانو لخوا د شپنیو او ورځنیو چاپو، نفوذي، تصفیوي، او تعرضي عملیاتو په برخو کي هم روزل شویدي او همدا راز به دالله جل جلاله په نصرت په ورښودل شوي تکتیک د هر راز محاصرې د ماتولو وړتيا ولري.

بايد وويل شي چې د استشهاديانو او مجاهدینو په مسلکي او اصولي توګه د روزني لپاره د افغانستان اسلامي امارت د نظامی معسکراتو یوه اداره رامنځته کړې چې د هیواد په مختلفو ولایتونوکې د مجاهدينو او استشهاديانو د روزني مسئوليت لري، دا اداره په خپل تشکيل کې « ۵۵۰ »  تنه علماء او نظامي کارپوهان لري چې مجاهدينو  ته په شرعي، نظامي، عسکري، تخنیکي او استخباراتي برخو کې په لوړه کچه روزنه ورکوي.

د نظامي معسکراتو اداره مجاهدينو ته د مروجه سپکو او درنو وسلو لکه کلاشینکوف، ثقيل ماشیندار، آر پي جي ۷ (راکټ )، هفتاد پنج او هشتاد دو توپونه، هاوانونه، زیکویک، دومیله، دهشکه او نورو وسلو په برخه کې په عملي توګه زده کړه ورکوي، او بيا د « رمايې » پروګرام په ترڅ کې ورڅخه عملاً امتحان اخيستل کېږي.

د دې ترڅنګ د مختلفو چاودېدونکو توکو، ټانکونو، طیارو، لیزرونو، ترصدي بې پیلوټه طیارو او بېلا بېلو عصري ټوپکونو په اړه هم د امکاناتو پر اساس معلومات او عملي درس ورکول کيږي.

د اسلامي امارت د معسکراتو ادارې په چوکاټ کې د مجاهدينو د روزني لړۍ په داسي حال کې دوام لري چې دا اداره په فني او تخنيکي برخو کې د پرمختګ او تکامل په لور ګړندي ګامونه اخلي.

Related posts