سپتمبر 15, 2019

د تخار ینګي قلعه ولسوالۍ مرکز له ټولو ملحقاتو سره فتحه شوه، ګڼ شمیر عسکر وژل شوي

د تخار ینګي قلعه ولسوالۍ مرکز له ټولو ملحقاتو سره فتحه شوه، ګڼ شمیر عسکر وژل شوي

د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې، تیره شپه د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات فتحه شول.
د عملیاتو په جریان کې د دښمن ډير شمیر مزدرو عسکر وژل شوي، جسدونه يې پراته دي، ۵ عرادې رینجر، ۱ عراده هایلکس موټر، خورا ډيره سپکه او درنه وسله او مهمات ترې ونیول شول.
باقي پاتې دښمن وتښتېد چې تعقیبي عملیات ورپسې روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ، د کندز دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ او د بغلان ولایت ګذرګاه نور ولسوالۍ فتحه شوې او دښمن ته سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۹/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/10

Related posts