سپتمبر 15, 2019

جلال الدين (حقاني) د منبر او سنګر امام او د پېړۍ مجدد رهبر

جلال الدين (حقاني) د منبر او سنګر امام او د پېړۍ مجدد رهبر

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال اوسیاسی شنونکی
دوهمه برخه

په درې ګونو جهادي مرحلو کې د بریالیتوب امتیاز:
(حقاني) صاحب یواځینى جهادي شخصیت دی چې په خپل جهادي ژوند کې یې د الحادي افکارو خلاف د مبارزې مرحله، د شوروي اشغالګرو خلاف د وسله وال جهاد مرحله او د هغه په تعقیب د صلیبي متجاوزینو خلاف د جهادي مقاومت مرحله درې واړه په بریالیتوب سره طى کړې دي. زه غواړم دلته په مختصر ډول د (حقاني) صاحب د جهادي ژوند ځینې اهم مشخصات له درنو لوستونکو سره شریک کړم:

تقوی او پرهيز ګاري:
تقوی د (حقاني) صاحب د ژوند بې تکلفه مشخصه وه، ریاکارانه تصنعي تقوی نه ؛ بلکې هغه عملي تقوی چې د ده د ژوند ټول اړخونه، جهاد، سیاست، معاملات او هر څه یې احتواء کړي وو. ځینې خلك تقوی یواځې په عباداتو کې مَحْدودَ وي او متقي هم هغه څوک بولي چې په لمانځه او روژه کې د زوايدو خاص اهتمام کوي او د ژوند په نورو مجالاتو کې یې د تقوى آثار نه لیدل کیږي، خو د (حقاني) صاحب د تقوی بل شان و او هغه دا چې نوموړي پر خپل ځان د تقوی مفهوم په کُلي ډول عملي کړی و.
همدا وجه ده چې په ټولو جهادي چارو کې یې د الله تعالی معاونت مل و ، ځکه الله تعالی له خپلو نیکو بنده ګانو سره په تاکید دا وعده کوي چې: إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوا وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ(۱۲۸) النحل.

ثبات او استقامت:
پر خپلو مواقفو ثابت او مستقیم پاتي کېدل د (حقاني) صاحب د ژوند بله اهمه مشخصه ده. (حقاني) صاحب چې له کومې ورځې د ملحدینو او بیا یرغلګرو خلاف جهاد پیل کړی تر پایه پورې پر هغه موقف ثابت پاتي شو، نه یې د دښمن زور او وحشت په موقف کې تغیر راوستی، او نه یې د هغوی مادې تطمیعاتو فولادي عزم متزلزل کړ.
پر خپل شرعي موقف ثابت پاتي کېدل د الله تعالی د مقبولو بندګانو خصوصیت دی. چې الله تعالی یې په قرآن کریم کې داسې تذکُر کړی دی:
يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاء 27 سورة ابراهیم.

سرښندنه او فداکاري:
سرښندنه او فداکاري له هر مجاهد سره لازمي وي خو (حقاني) صاحب ورکې ځانګړی تخصص درلود. تخصص په دې معنا چې هم یې خپل ځان سرښندنې ته وړاندې کړی، هم اولادونه، هم وروڼه هم ورېرونه ، هم خوریونه او هم ټوله کورنۍ. د حاجي ابراهیم (حقاني) په خبره چې د (حقاني) کورنۍ د ټولو شهیدانو شمېر تقریبا (۷۰) تنو ته رسیږي… په دې کې د (حقاني) صاحب له ورور او څلورو زامنو نیولې د کورنۍ تر نورو نېږدي غړیو او خپلوانو پورې ….
همداسې یې د کورنۍ د اسیرانو او زخمیانو تعداد.

شجاعت او شهامت:
جهاد په اصل کې د شهامت او شجاعت مدرسه ده، خو (حقاني) صاحب په دې مدرسه کې په ممتاز ډول امتحان ورکړى.
سره له دې چې د پخواني جهاد له وخته تر اوسه پورې (حقاني) صاحب خپله او د هغه وروڼه او زامن په مکرر ډول د دښمن تر مرګونو تهدیدونو لاندې او ډېر یې شهیدان هم شول، خو دوئ د خپل ځانګړي شجاعت او غیرت له مخې لا هم د یرغلګرو په مقابل کې د مقاومت لومړی صف نیولى او هیڅ کله د دښمن تهدیدونو ته نه دى تسلیم شوى.
که د جهاد په تور دا مریکایانو لخوا د مطلوبینو تور لېست وکتل شي، نو هلته به ښایي له (حقاني) کورنۍ پرته بل هیڅوک داسې پیدا نه شي چې له پلاره نیولې تر زامنو، وروڼو، ورېرونو، خوریینو او ټولې کورنۍ پورې امریکایانو ته مطلوب دي او د هر یوه پر سر په ميلیونونو ډالره جايزې ټاکل شوې وي.
داهم د یوه واقعي مجاهد، جهادي مشخصه ده چې وجود یې کفارو ته د زغملو وړ نه وي. الله تعالی په دې اړه فرمايي: وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلاً إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ. (التوبة ۱۲٠)

څو بُعديز شخصیت:
جامعیت د (حقاني) صاحب بله هغه مشخصه ده چې د نوموړي شخصیت ته یې تکامل وربښلى دی. (حقاني) صاحب لکه څومره چې په پوځي او حربي تکتیکونو کې ماهر و، همدغومره د سیاست او ادارې له هنرونو سره بلد و. لکه څومره چې یو پوخ سیاست مدار و، په هغومره اندازه د شرعي علومو متبحر عالم و. لکه څومره چې د سیاست او حکومت سړی و، په هغه اندازه د ټولنیزو مناسباتو، جرګو او مرکو په نبض پوه و.
لهذا په علمي، سیاسي، نظامي او اجتماعي چارو کې د (حقاني) صاحب په څير د څو بعدیز شخصیت شتون موږ تر اوسه د افغانستان څه چې د سیمې په سطحه اسلامي چارواکو کې نه دی لرلى.

پر ماحول مسلط مربي:
د اسلامي نهضتونو د تباهۍ او بربادۍ یو ستر لامل دا دی چې د نهضت پلویان د نهضت د مؤسسینو له مسیره منحرف شي. دا انحراف کله د هغوی په فکري لیدلوري کې رامنځ ته شي او کله هم د زور او فشار له وجې او کله هم د مادي تطمیعاتو له امله.
همدا اوس موږ د امریکایانو ترڅنګ ډېر داسې کسان وینو چې تربیه او پالنه یې په یوه مکمل جهادي ماحول کې شوې، له اسلامي مدارسو او جامعاتو فارغان شوي او د اسلامي نهضت د بریالیتوب په لاره کې یې ډېرې قرباني ورکړي، مګر له بده مرغه هغوی اوس عملا په داسې نظام کې ولاړ دي چې د دوی له اصلي نشأت او فکر سره ۱۸۰ درجې توپیر لري.
هو! هغوی اوس له خپل اصلي مسیره په انحراف کې د صلیبي غوبل تر ځغ لاندې ولاړ دي او عملي کړه وړه یې د دښمن د مصالحو په ګټه دي .
د دې وجه دا ده چې د یادو اشخاصو اصلي مربیین( روزونکي) په خپل ماحول مسلط نه وو، داسې مسلط چې تر لاس لاندې کسان یې په خپلې حکیمانه روزنې سره د ننيو مخاطرو له خطره وېرولي او سالم تربیه کړي واى.
(حقاني) صاحب د خپلو ټولو جهادي مصروفیتونو تر څنګ دې مهم ټکي ته له پیله متوجه او خپل ماحول، خپلې کورنۍ اولادونو او خپلو تر لاس لاندې کسانو ته یې داسې روزنه ورکړې چې په هر ډول شرايطو کې له خپل جهادي مسیره د یوې ذرې په اندازه انحراف هم نه مني او په پوره ثبات او استقامت سره د ده مسیر تعقیبوي.
لهذا موږ وینو چې همدا د فتنو او آفتونو په عصر کې د (حقاني) صاحب په ټوله کورنۍ او ملګرو کې داسې شخص نه تر سترګو کیږي چې هغه دې د خپل جهادي مقتدا او فکري لارښود له لارې منحرف وي، بلکې د ټولې کورنۍ غړي او ملګري یې هر یو په تقوى، ثبات، سرښندنې، شجاعت، شهادت، غیرت او اخلاص کې له یوه او بل سره په سیالۍ کې د خپل صالح مربي پر پله روان دي، و الحمد لله علی ذلك.
ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ(۴)
این سعادت به زور بازو نیست.. ..تا نه بخشد خدای بخشنده
پای.

Related posts