سپتمبر 15, 2019

هغه عملیات چې د مظلوم ولس ټپونه یې پټۍ کړل!

هغه عملیات چې د مظلوم ولس ټپونه یې پټۍ کړل!

 د ورځي خبره :

دالفتح عملیاتو له پیل سره دهیواد په لر او بر کې د یرغلګرو او کابل رژیم په اډو، دفترونو، قرارګاوو او پوستو خورا موفق بریدونه ترسره شوي، په دې بریدونو کې د اشغالګرو سلګونه پوځي او ملکي افسرانو او مامورینو ته مرګ ژوبله او ښتې او بې حسابه مالي او تجهیزاتي زیانونه ورته رسیدلي دي، همداراز دکابل رژیم ته پراخ ځاني او محاربوي تاوانونه او ښتي او پراخې سیمې، بې شمېره پوستې او تر لس ډیرې ولسوالۍ په ټولیزه توګه ترې تصفیه شوي او دمجاهدینو تر ولکې لاندې راغلې دي.
ګډ دښمن له مجاهدینو سره دمخامخ جګړې توان بایللی، دخپلې ماتې غچ له ولسي هیوادوالو څخه اخلي، تېرو څو میاشتو کې یرغلګرو او کابل رژیم دهیواد په مختلفو سیمو کې په ړندو بمباریو او شپنیو چاپو کې زرګونه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي، سیمه ییز بازارونه، دوکانونه، کلينکونه، مسجدونه، ښوونځي او مدرسې ویجاړ کړي او یو پراخ انساني ناورین یې رامنځته کړی دی.
اسلامي امارت په وار وار د بشري حقونو له بنسټونو، یوناما او مختلفو بشري نهادونو غوښتې چې د افغان ولس پر ضد د اشغالګرو او کابل ادارې د روان ظلم او وحشت په درولو او یا حد اقل کمولو کې خپل رول اداء کړي، خو متاسفانه یادو شوو بنسټونو په زیاتره مواردو کې د دښمن وحشت غندلی هم نه دی!!
اسلامي امارت چې ځان دخپل ولس د سر او مال ساتنې ته ژمن ګڼي؛ په تېر کې یې د ولس له حقونو دفاع کړې او دښمن ته یې واضحه کړې چې له ولس سره د روان ظلم او وحشت انتقام به ترې اخلي.
دانتقامي بریدونو په لړ کې په کابل، کندز، فاریاب، هلمند، پکتیا، لوګر، بغلان، بلخ، فراه، کونړ، غزني، میدان وردګ او ګڼو نورو ولایتونو کې پر یرغلګرو او د دوی پر ګوډاګيانو ګڼ استشهادي بریدونه، چریکي حملې او تهاجمي عملیات ترسره شول؛ چې امله یې ګډ دښمن ته درانه ځاني او مالي تاوانونه ورسیدل.
په کابل او لوګر کې اتلوال استشهادي بريدونه پر دښمن دانتقامي بریدونو د وروستيو بیلګو په توګه يادولای شو، د چهارشنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په قابل بای سیمه کې د یرغلګرو پر ګرین ویليج کمپ اتلوال ډله ییز استشهادي عملیات تر سره شول چې سلګونه یرغلګر عسکر ، بهرني قراردادیان، جاسوسان او افغان ساتونکي یې ووژل شول او ټپیان شول او د دښمن داعتراف په اساس ملیونونه ډالر زیان ورته ورسید.
همداراز د پنجشنبې په ورځ دکابل په نهمه حوزه کې د یرغلګرو پر کاروان په فدایې حمله کې ۱۲ تنه اشغالګر او ۸ تنه داخلي جاسوسان یې ووژل شول، په همدغه ورځ د لوګر مرکز په پادخواب سیمه کې د خضر په نوم د یرغلګرو د لویې اډې مخې ته پر اشغالګرو او داخلي کمانډویانو په بریالي موټر بم استشهادي برید کې ګڼ یرغلګر او د کابل رژیم سپېشل فورس عسکر ووژل شول.
پر ګډ دښمن وروستیو بریدونو دمظلوم ولس زخمي زړونه ټکور کړل او یو وار بیا یې ولیدل چې داسلامي امارت فاتح ځواکونه یې د خپلو سرونو په قیمت له دیني ارزښتونو، ملي نوامیسو، عزت، سر او مال څخه دفاع کوي او له وحشي دښمن څخه یې غچ اخلي!!
دالفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې پر پورته ذکر شوو استشهادي عملیاتو سربیره په بیلابیلو ولایتونو کې ګډ دښمن ځپل شوی او درانه ځاني او مالي زیانونه ورته رسیدلي دي، په ځانګړې توګه تېره اوونۍ کې اتلو مجاهدینو دکندز او پلخمري ښارونو ډيرې سیمې فتحه کړې، دښمن یې سرکوب کړ، بې حسابه وسایل او وسایط یې ترې ولجه کړل او پر همدې دواړو ښارونو یې د محاصرې کړۍ نوره هم ور تنګه کړل .

Related posts