سپتمبر 15, 2019

د ستر مجاهد الحاج مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د شخصيت او مبارزې الهام بښوونکې ځانګړنې

د ستر مجاهد الحاج مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د شخصيت او مبارزې الهام بښوونکې ځانګړنې

جواد جوهر

که څه هم په ښکاره د اسلام ستر شخصیتونه لدې نیمګړې نړۍ څخه کوچیدلي او د ژوند سفر يې پای ته رسیدلی دی ؛ خو دوی د ريښتوني ایمان په نور په روښانه فکرونو او زړونو کې ځانګړی ژوند او ځای لري او د امت نوي نسلونه د نجات او لوړاوي پر لور رهبري کوي.
د اسلام ستر داعي او غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله هم د مسلمان امت د افق یو ځلانده ستوری او ستر شخصیت ؤ ، چې کله به هم سپيڅلي فکرونه او زړونه دا ستر شخصیت له یاد څخه ونه باسي او نه به يې اقتداء پریږدي ، راځئ د دې لپاره چې د دې ستر شخصیت د یاد حق مو اداء کړی وي څو شيبې يې د شخصیت او سپيڅلې مبارزې په ځانګړنو تم شو:
ديني تعليم او تعّلم : د ژوند سفر يې له دیني تعلیم څخه پيل کړ او له فراغت څخه وروسته يې تعّلم ته مخه کړه ، له دنیوي پلوه د عصر د جبر له وجې دا یوه فقیرانه لار وه ، چې یوازې د لوی الله جل جلاله په فضل يې یو څوک اختیاروي او د دنیا له رنګینو څخه د بېزارۍ په اعلان خپل ژوند ورته وقف کوي.
اسلامي دعوت :
د طاغوتیت او الحاد د فتنو په خلاف چې زموږ مسلمان ملت يې د ظلم او استبداد په تور تم کې را ګیر کړی ؤ او عقیدوي پولې يې ګواښلې ، الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د اسلامي دعوت لاره خپله کړه او هڅه يې دا وه چې دې دوو فتنو ته زموږ مسلمان ملت ويښ او بیداره و اوسوي او له غافلګیرۍ څخه يې وساتي.
وسلوال جهاد :
کله چې د داود خان د کفري فرمانونو په خلاف د هیواد په لر او بر کې دیني علماء کرامو پاڅون پیل کړ او سردار داود خان په ډيره بې رحمۍ سره وځاپه الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د داود خان د ظالم ، طاغوتي او الحادپال رژيم په خلاف وسلې ته لاس کړ او وسلوال جهاد يې پيل کړ ، کله چې کمونستان د ثور د اوومې په کودتاه کې واک ته ورسیدل او وروسته شوروي وحشي لښکرو په افغانستان مستقیم تیری وکړ الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله يې په ضد خپل جهادي یون ډير ګړندی او ډير زیات پراخ کړ او د اتلولیو او سوبو یو لوی تاریخ يې جوړ کړ ، د نوموړي ستر داعي او غازي د ژوند دا فصل له ډيرو زرینیو ، ویاړونو او لاس ته راوړنو څخه ډک دی چې تفصیلات يې د دې لیکنې له ظرفیت څخه لوړ دي.
اسلامي اخوت او سياست :
د اسلام ستر داعي او غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله له ټولو هغو مادي ، تسلیحاتي او سیاسي امکاناتو سره سره چې درلودل يې له نورو تنظیمونو او جبهو سره د تفرق لاره غوره نکړه ؛ بلکه تل يې د مسلمان امت په ځانګړې توګه د مجاهد ولس ، د وخت له تنظیمونو او جهادي جبهو سره د وحدت او اسلامي اخوت لاره غوره کړه او پدې برخه کې يې ډيرې هڅې وکړې چې کله به يې هم تاریخ هیرې نکړي ، د خپل مسلمان ولس ، نورو جهادي جبهو او د نړۍ له مسلمانانو سره يې د ښو او ژورو اړیکو په پاللو د دوی په منځ کې له ځانګړي ځای او شهرت څخه برخمن ؤ او د دوی د مرستې او ملاتړ څخه يې د روسانو په خلاف د جهاد د پرمختګ په برخه کې اغیزمنه استفاده کوله . همدغه راز يې د نړۍ له حکمتونو سره د جهادي مصالحو په خاطر اړیکې درلودلې او د اسلامي شریعت په حدودو کې يې د دوی له امکاناتو څخه استفاده کوله.
له تنظمي جګړو څخه اجتناب :
د شیطاني جهتونو له لوري ډيرې دسیسې د دې لپاره پکار واچول شوې چې نوموړی ستر داعي او غازي په تنظیمي جګړو کې ښکیل کړي ؛ خو نوموړي له ډير زیات صبر او ګذشت څخه کار واخیست ، په تنظیمي جګړو کې د ښکیلتیا په ځای يې د دې جګړو په وړاندې سخته مبارزه وکړه او د تنظیمونو تر منځ يې د سولې او روغې جوړې لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړې.
د شر و فساد په وړاندې د طالبانو له اسلامي خوځښت سره ملګرتيا : د اسلام ستر داعي او غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د شر و فساد په وړاندې د طالبانو د اسلامي تحریک ملا وتړله ، تر خپل واک او نفوذ لاندې ساحې يې ورته وسپارلې ، خپل ټول امکانات يې په واک کې ورکړل او د اسلامي امارت په قیام او ساتنه کې يې بنسټیز رول ولوباوه.
د صليبي ټلوالې د اشغال په خلاف جهاد او اتلولۍ : سره لدې چې الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ته د هیواد ، سیمې او نړۍ په کچه د مادي او سیاسي لویو امتیازاتو وړاندیزونه ترسره شول ؛ خو نوموړي دې وړاندیزونو ته هیڅ اهمیت ورنکړ ، سپيڅلي جهاد او قتال ته يې مخه کړه د اسلامي امارت په چوکاټ کې اړونده مجاهدینو يې د صلیبي اشغالګرو په مهمو بیسونو د سترو ، اتلوالو استشهادي بریدونو تاریخ جوړ کړ چې کله به يې هم مسلمان امت او زموږ ځوریدلی ولس احسان هیر نکړي ، د څلورو فرزندانو د شهادت سعادت يې په برخه شو او د کفري صلیبي اشغالګرو د سترګو لوی خار وګرځيد ، تل ترې په چیغو او ژړا وي.

د اسلامي امارت د وحدت لپاره هلې ځلې :
د صلیبي کفارو او د دوی د ګوډاګیانو تبلیغاتي ماشین ډيرې هلې ځلې وکړې چې د الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله اړونده مجاهدینو ته د ځانګړي نوم په ورکولو تفرق ته لمن ووهي ؛ خو د الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په وړاندې دې شیطاني دام هیڅ کار ورنکړ او د ځينې عملي اقداماتو په ترسره کولو يې صلیبي کفار له سختې مایوسۍ او نا امیدۍ سره مخ کړل . همدغه راز د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له وفات څخه وروسته کومو فتنو چې سر را پورته کړ الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله او کورنۍ يې د دې فتنو په دفعه کولو کې اساسي رول ولوباوه او د اسلامي امارت وحدت يې وساته.
د عامه خير ښېګڼې فعاليتونه :
الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د جوماتونو ، مدرسو او عصري تعلیمي مؤسسو په برخه کې ډير زیات خدمتونه سرته رسولي دي ، د یتیمانو ، شهیدانو او مهاجرینو پالنې ته يې خاصه توجه درلودله او ډيرې مرستې يې ورسره کولې ، د خپل ولس د ذهنونو د تنویر لپاره يې راډیويي او چاپي خپرونې درلودلې ، هم يې د شورویانو د جهاد په دور کې له بې وزله مجاهدینو سره ډير کومکونه ترسره کول او هم يې اوس له صلیبیانو سره د جهاد په دور کې د ډيرو بې وزله مجاهدینو د کفالې په برخه کې ډير کومکونه او مرستې ترسره کولې او خپل لږ او ډير امکانات يې نه مخکې له مجاهدینو څخه سپمول او نه يې اوس سپمول.
د اعلاء کلمة الله په خاطر د اسلام د لارې ټول مبارز ځوانان کولای شي د الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د شخصیت او سپيڅلې مبارزې له ځانګړنو څخه د خپل اسلامي تشخص په جوړولو کې استفاده وکړي او د ژوند او مبارزې په بیلابیلو برخو کې د خپلې اسلامي ټولنې د خدمت تر ټولو غوره مصدر ځان وګرځوي. ــ ان شاء الله

Related posts