سپتمبر 15, 2019

دالامام المجاهد فی سبیل الله[مولوي جلال الدین حقاني] دوفات د لومړي تلین په اړه

دالامام المجاهد فی سبیل الله[مولوي جلال الدین حقاني] دوفات د لومړي تلین په اړه

ابوظهیرشمس: 

  دروان ۲۰۱۹ زکال دستمبر ۴مه نیټه دافغان تاریخ ددوه لویو ګټاټونو[ جهادونو] د وتلي قهرمان، نومیالي عالم ومبارزاودفقید المثال مجاهد شخصیت الحاج مولوي جلال الدین حقاني [رحمه الله تعالی] دوفات دلومړي تلین ورځ ده…

مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ددې ترڅنګ چې هغه یوثقه حقاني اورباني دیني عالم و،له تیرو څلور لسیزوراهیسې په دوه لویوتاریخي جهادونو اودحق وباطل په دوه سترومعرکوکې دافغان میړني مسلمان ولس مخور سیاسي او جهادي سرخیل اورهبرهم و.

 دعربي مشهوره مقوله ده وايي: موت العالم موت العالم! دعالم مړینه دعالم مړینه ده، له هرډول مبالغې اوریاپرته ډیرې پیړۍ به تیرې شي، لسګونه انقلابونه اوبدلونونه به راشي اودجهادي حماسو اوږده داستانونه اودیوانونه   به بشپړشي لیکن دارواښاد حقاني صیب [رحمه الله تعالی] په مړینه  دجهاد او مبارزې په صف کې رامنځته خلا اوتشه به ډکه نشي اونه به په اسانه دنوموړي پشان اولوالعزم، راسخ العقیده، بَطلِ جلیل سرلښکر ومندل شي.

څنګه چې دا دالله تعالی په علم کې مقدره اوفیصله شوې چې دحق او دباطل، دخیر اوشر،داسلام اوکفرترمنځ  به ټکراومعرکه دقیامت ترسبا روانه اودوام ولري نو سنتُ الله  دادی چې دباطل پالونکو دسرکوبۍ لپاره همیش حق پالونکي مجاهدین اوقایدین دنیا ته ددې لپاره راځي چې هغوی به دالله تعالی دمنشا اوارادې سره سم دباطل پالونکوپروړاندې د مبارزې اوجهاد ستره فریضه رهبري اوسرته رسوي

 اودالله تعالی دنظام اوقدرت دا هم عجیبه حکمت دی چې ځیني انسانان دنیا ته وروسته راشي خومرتبه اومقام هغوی ته د[صدیقینو اولینو] ورکوي اما بیهقي رحمه الله په دلائل النبوة کې درسول الله صلی الله علیه وسلم دا مبارک ارشاد رانقل کړی دی :

إِنَّهُ ” سَيَكُونُ فِي آخِرِ هَذِهِ الأُمَّةِ قَوْمٌ لَهُمْ مِثْلُ أَجْرِ أَوَّلِهِمْ، يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَيُقَاتِلُونَ اهل الفتن (مشکوة۵۸۴)

ددې امت په اخرکې به ځیني خلک داسې وې چې هغوی ته به اجر دامت دوړاندینو اومره ورکول کېږي، داخلک به په معروف حکم کوي، دناراووڅخه به منع کوي اوداهل فتنه ووپرخلاف به جهاد کوي.

یعنې په [المعروف] حکم کول د[المنکر]نه منع کول، اودفتنه ګرو اومفسدینو سره جنګیدل دریواړه هغه اوصاف دي چې دامت وروستني دړومبنو سره یوځای کوي اوپه درلودلوسره یې دامت وروستنوته ،دامت دړومبنوسره برابراجروثواب ورکول کېږي یا پر بل سپیناوي هغه څه چې د[قرون متأخره ]  له سړيوڅخه د[قرون اولی] شخصیتونه جوړوي امربالمعروف، نهي عن المنکر اودزماني داهل فتنه وو پرخلاف جهاد وقتال دی.

 الاما م المجادهد فی سبیل الله [الحاج مولوي جلال  الدین حقاني] د[الاخرون السابقون] څخه و ، چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک ارشادپه مصداق د[لهم مثل اجراو لهم] له شرف اوافتخارنه برخمن شو

حقاني صیب رحمه الله دایشیا په ستره علمي جامعه [ دارالعلوم حقانیه] کې دمروجه دیني علومواوفنونودنصاب  له پوره لوستلو اوفراغت وروسته ، د خدای ورکړي ذهانت وذکاوت او استعداد په وجه هم هلته دتدریس شرف ترلاسه کړ، هلته دیوکال تدریس وروسته ناڅاپه په هیوادکې ځیني ستر سیاسي تغیرات اوبدلونونه راغلل چې دهغو له امله دحساسیتونوڅخه  ډکې بړبوکۍ راپورته شوې،اودهیواد دنظام اوواک زیاتره کلیدي پوستونه پردیپالو کمونستانوته په لاس ورغلل، هغوی په سیاست اونظام کې  له مهمومواقفونه په ناوړه استفاده داسلامي شعایرو په سپکاوي اوورپورې په ملنډو وهلولاسونه پورې کړل، دځوان افغان نسل دبې لارې کولو لپاره یې مختلف، شعارونه، پلانونه اوحربې په کارواچولې، ورځ تربلې د حکومتي دستګاه دننه دکمونستانورول اونفوذ زیاتیده، چې په لیدوبه یې دافغان ولس دننه یولوی ذهني اضطراب او ناکرارۍ غورځنګونه کول ، دهیواد جیدعلماءِ کرام هم دکمونستانو د پرمخ زیاتیدونکي نفوذ اوځواک له امله اندیښمن ول، حقاني صیب که څه هم له هیواده بیرون و اوهلته په تدریس بوخت و، خو په هیواد کې دروان وضعیت نه غافل نه و،هغه له هم هغه ځایه پخپل بصیرت اوفراست سره دهیواد حالات څارل کله چې د ملحدوکمونستانو لخوا فعالیتونه دښارونوترڅنګ کلیوالوسیمواودهیواد اطرافواواکنافوته هم وغځیدل،حقاني صیب اړشو چې ددارالعلوم حقانیې له تدریس څخه مستعفي اوهیوادته راشي،له راتلو سره یې دتدریس و تبلیغ ترڅنګ دکمونستي الحادي افکارو په مقابل کې ددعوت اواصلاح په لهجه اوسبک مبارزه شروع کړه، دهغوی دګمراه کونکوعقایدواوافکارو څخه دمسلمانانو دخبرولولپاره یې دممبرومحراب له دریځ نه ددعوت او اصلاحاتوراوستلومسیرونیو، په دې لړکې له درنو ازمایښتونو اوستونزو سره هم مخ شو،خو مایوس نشو،  په کلک استقامت یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ اوپه ولس کې یې دامربالمعروف اونهي عن المنکر دفریضې سرته رسولوته په کار ویلو سره په لنډ وخت کې دولسونو ملاتړ اوباور د ځان سره کړ، دسیمې دعلماوو ترمنځ یې هماهنګې او یووالی قایم کړ، ځا په ځای یې ددیني مدارسو جوړولوسلسله پیل کړه  اوپکې په اسلامي اوافغاني روحیه  یې ځوانان تربیه او وروزل

کله چې په ۱۳۵۷ ل دثور په ۷مه کمونستانو دوخت په سیاسي نظام کې دخپل اثرورسوخ نه په ناوړه ګټه اخستو  دثوربدمرغه اوتوره کرکجنه کودتاه وکړه، پر ضدیې حقاني صیب اودهیواد نوروعلماوودجهاد بیرغ پورته کړ، په داسې حال کې چې تش لاس وو خو د قوي عزم اوایمان په وسله یې دکمونست دولت دعسکرو څخه زیاتې  وسلې، جنګي توکي اومهمات ونیول، او په هغویې مجاهدین مجهزاومسلح کړل،کله چې دشوروي لخوا په افغانستان مخامخ  یرغل وشو په وړاندې یې دنور هیواد په څیر په خوست ، پکتیا او پکتیکا کې دحقاني صیب په قیادت کې  جهادي لیکې لاپسې تقوېه اوپیاوړې شوې دپکیتا او خوست په جنګونو کې حقاني صیب داسې تاریخ جوړونکې کارنامې ترسره کړې چې په افغانستان کې دشوروي دسرولښکرو قومندان [جنرال کروموپ] هم پخپل کتاب [ سرې لښکرې په افغانستان] کې ورباندې اعتراف کولوته اړشوی، دغه مهال په حقاني صیب باندې له عربو اوعجمو څخه  دبهرنيو مجاهدینو سیلونه رامات شول، هغومره لوی شمیر مجاهدین دبل چا مرکزونوته رانغلل څومره چې دحقاني دقیادت لاندې جهادي مرکزونوته دجهاد لپاره راغلل ، حقاني صیب  پخپل جامعیت او تدبر سره هغوی[عرب اونور دمجاهدین] په پوځي اوجهادي روحیه به تربیه او وروزل اوبیابه یې په جهادي لیکوکې په خدمتونو ګومارل

دشوروي اشغال پرضد دجهاد په اوږدوکې حقاني صیب د سترو اوحیرانوونکو جهادي بریاوو او کارنامو په ترسره کولوسره ټوله نړۍ کې شهرت اومقبولیت ترلاسه کړ،دهیواد دننه اوبیرون یې په جهادي تاکتیکونو اوجنګي مهارتونو دخلکو باوراواعتماد راغی،  کله چې شوروي لښکرې له افغانستانه په تیښته وتلو ته اړشوې او دنجیب کمونست رژیم [چې دروسانو لخوا هره میاشت په پریمانه وسلو اکمال اوپرملیونونو ډالرو ورکولوتمویلیده] دتمې اوتوقع خلاف په بیساري کچه مقاومت ته اوږې ورکړې، تردې پورې چې کله دمجاهدینو ټولوتنظیمونو په شریکه دهیواد په ختیځ کې دمهم اوستراتیژک ښار[جلال اباد] دنیولو پراراده شریک عملیات پیل کړل، مقابل کې یې کمونست رژیم خورا کلک مقاومت وکړ  آن چې مجاهدین یې په شا وتمبول، په دې سره نړۍ کې له هرچا سره داپوښتنه پیدا شوه چې ایا مجاهدین دزور دلارې دنجیب رژیم درانسکورولو وړتیا لري؟ ډیری خلکو  دجلال اباد عملیاتو ته په کتو دپوځي لارې څخه دمجاهدینو په بري باندې باور نه کاوه

دغه مهال حقاني صیب پخپل پوځي بصیرت اوجهادي درایت سره دخوست فتح کولوته ملا وتړله،دډیری ګوندونو مشرانو لخوا دنوموړي ددې اقدام  سره مخالفت ښکاره شو، چې هسې نه دجلال اباد پشان دماتې اوشکست بله  ترخه پیښه تکرار شي، لیکن حقاني صیب ډاډه وو، هغه په هرصورت دخوست فتح کولو پریکړه کړې وه اودرهبرانو لخوا دمخالفت باوجود وروسته نشو هغه و چې دخدای تعالی په مرسته  یې خوست فتح کړ، اونجیب پخپل ټول ځواک دخوست نه دفاع وکړه اوددوستم ګلجمي ملیشې سربیره په زرګونو تازه دم ځواکونه یې دخوست ددفاع لپاره دکندهار، کابل غزني او مزارشریف نه راوستل خوبیا یې هم خوست ونشو ژغورلی اوحقاني صیب یې د فتح کولو ویاړ ترلاسه کړ

دخوست فتحې په ټول هیوادکې دفتوحاتو دروازه پرانیسته اودمجاهدینو پریوتي مورالونه ورسره لوړشول اوپه نړیوالو یې دجهاد دبري حقیقت ومانه، دنجیب رژیم لپاره دخوست فتح دومره لوی شکست شو چې په کابل کې یې یې څو ورځې ماتم اعلان کړی واوپخپله نجیب دوه ورځې اودوه شپې ځان زنداني کړی و،هیڅوک یې ځان ته نه ورپریښودل اونه یې له چاسره خبرې کولې،ددوه ورځو وروسته چې کله دخپلو لوړرتبه پوځي قومندانانو سره دخبروکولو لپاره راڅرګند شو هغوی سره یې په خبرو کې دخوست دلاسه ورکول لویه غمیزه او تراژیدې وګڼله

دخوست فتح وروسته حقاني صیب دګردیزفتح کولو ته پام وګرځاوه اوډیرژریې ګردیزکې هم درژیم ځواکونه کلابندل کړل اونجیب پخپل ټول ځواک کوښښ وکړ چې ګردیزهم  له حقاني صیب نه وژغوري خو موفق نشو بالاخر دحقاني صیب ترقومندې لاندې ګردیزهم فتح شو، هغه وچې په دې سره دهیواد په شمال کې هم فتوحات پیل شول زیات ولایتونه  دمجاهدینولاس ته ولویدل  اود نجیب په لاس کې یو اځي کابل ښارپاته شو،حقاني صیب نه غوښتل چې مجاهدین کابل ته په غیرمنظم ډول ننوزي، بلکې غوښتل یې چې دیوپلان او نظم ترلاندې کابل کې باید مجاهدینوته واک انتقال شي، ددې لپاره یې په جهادي تنظیمونو غږ وکړچې کابل ته په ننوتو کې دي دهیڅوک ګوند مجاهدین له خپلسرۍ نه کارنه اخلي! خو دقدرت مجونان اولیونیان کله صبریدل هغوی راپورته شوي دقدرت لپاره وو، هغه وچې کابل ته دننوتو په سردکمونستوجنرالانو سره یې پټې اوښکاره معاملې وکړې، مسعود او حکمتیار دیوبل سره په سیالۍ کې کمونستانو ته امتیازات ومنل، د کمونست رژیم جنرالان  لکه دوستم، اصف دلاور، نبي عظیمي اوباباجان مسعود په غیږ کې ونیول،شاهنوازتڼی او وطن جارحکمتیار ځان سره کړل په دې سره دجهاد په ارمانونو خاورې امبارشوې اوپه هیواد کې لویې خونړۍ جګړې پیل شوې حقاني صیب  په دا ټوله موده کې خپلو اصولوته ژمن پاته شو،دقدرت اوڅوکۍ ترلاسه کولو لپاره یې ځان په جنګونو کې نه یواځي ښکېل نکړ،بلکې په جنګ کې دښکېلو اړخونو ترمنځ د درېمکړې اودسولې دسفیرپه حیث یې کوښښونه کول اودهغوی ترمنځو دجګړې بل اورونه یې وژل اوددې لپاره په کراتو مراتو مسعود، رباني، سیاف، مزاري او حکمتیار ته په جرګو اومرکو ورغی، چې خدای لپاره دجهاد سره خیانت مه کوئ دقدرت دهوس نه تیرشئ، دحقاني صیب په وینا: دسولې اوروغې جوړې پخاطر حکمتیار ته ۲۲ ځله ورغلی یم او رباني ته ۲۳ واره لاړیم، هر وار به هغوی راسره  په خوله دسولې په اړه عهدو پیمانونه وکړل بل خوا په عمل کې به یې هغه ټول نقض کول، خو بیا هم  نوموړي همت له لاسه نه ورکاوه اوترپایه یې دهغوی ترمنځو دخیر اوروغې جوړې هڅې یې کولې .

حقاني صیب رحمه الله په داسې حال کې چې دخوست په فتح اوبیا دهغه وروسته دګردیزپه نیولوکې پریمانه وړې اولویې وسلې اوټانګونه  نیولي وو،ده هم کولی شول چې دهغو پرمټ کابل ته ننوتی وی داچې داکاریې دقدرت حاصلولو ګام ګاڼه دهیواد او مجاهدینو سره یې جفا اوخیانت باله، نوترپایه یې و نکړ،هغه لیدل چې مسعود کمونستانو لپاره دامتیازاتو په منلو دپنجشیرنه راووت اودکمونست رژیم دجنرالانو دټانګونوپه بدرګه کابل ته ننوت اوحکمتیارهم دپیښورنه ځان دکابل څنډوته ورساوه خو نوموړي  هیڅ داسې ګام پورته نکړ چې هغه دمجاهدینو ترمنځ دوینوتویولو سبب کید، بلکې کله چې مسعود او حکمتیار په کابل کې دجګړې اورونه بل کړل، دهغو اورونودوژلو لپاره سترګې  هم یواځي حقاني صیب په لوراوښتلې ، هغه و چې حقاني صیب پخپل ټول درایت او عقلمندۍ ددغه اورونو دوژلو هلې ځلې وکړې لیکن ښکېل اړخونه پخپلو کړو ژمنو نه دریدل او دیوبل پرضد پوځي سوقیاتوته یې دوام ورکاوه اودقدرت په سر جنګونو کې یې ټول کابل یې لوټې لوټې کړ، په زرهاوو خلک یې وژل په لکونو یې دخپلو کورونو څخه وایستل

دهیواد په ولایتونو کې هم دملوک الطوایفۍ راج خورشو، پاټکسالارې رامنځته شوه حقاني صیب دهغوی پرضد هم غږپورته کړ په لارو کې پاټکونه اچول لارې بندول یې قطاع الطریقي او حرام وګرځول ، لنډه داچې هیواد دخپلمنځي جنګونو بدمرغیو دلاسه تباه وبرباد شو، په هرلور وحشت وبربریت خورشو،هرچیرې انارشیزم ځای ونیو، تردې چې دخلکوپت، ابرواوناموس هم خوندي پاته نشو،هغه وچې دملت له منځه دطالبانو داسلامي تحریک څپه راپورته شوه اودهیواد په جنوب لویدیځه حوزه کې یې ګڼ ولایتونه ونیول اوډیرژردهیواد دجنوب اوکابل پولو ته ورسیدل، مرحوم حقاني صیب دځڼد پرته دطالبانو دپاڅون هرکلی وکړ او له هغوی نه یې خپل قوي ملاتړ اعلان کړ، دهیواد دجنوب درې مهم ولایتونه [خوست، پکتیا او پکتیکا]یې طالبانوته دجنګ پرته وسپارل چې په دې سره طالبانو خپل ټول پام دکابل په لور کړ، حقانی صیب داسلامي امارت دواکمنۍ په دوره کې داسلامي امارت داستحکام یوه قوي ستنه وه او ترپایه پرته دکوم لالچ او دنیاوي غرض نه ورسره ملګری و، کله چې دیوولسم ستمبر په پلمه امریکا په افغانستان یرغل وکړ حقاني صیب پخپل ټول توان سره داسلامي امارت ترقیادت لاندې جهادته ملا وتړله اوهیڅکله دنورو قومندانانواورهبرانوپه څیریې خپل پخوانی جهادي اودوطن دازادۍ مسیر تغیرنکړاوپه دې لارکې ترپخوایې لویې قربانۍ ورکړې، خپل څلورتنکي زامن یې شیهدان کړل اوخپله یې په تنګیو اوستونزو کې ژوند غوره کړ خودښکېلاک په وړاندې له خپل جهادي عزم نه وروسته نشو او ترپایه پخپل مدبرانه کردار یې داسلامي امارت  دصف وحدت او یووالی وساته ،په همدې حالت کې یې دنړۍ څخه سترګې پټې او دخپل لایزال خالق سره دیو ځای کیدو په لوررحلت وکړ الله تعالی دې ورته دټولو جهادي ستړیاوو اوتکلیفونو په بدل کې لپې، لپې اجرونه او عوضونه ورکړې دده برکتونه دي په بیرته کورنۍ، اولادونو اومجاهدینو کړې

رازم دیته چې ارواښاد مولوي جلال  الدین حقاني رحمه الله زموږ دنژدې تاریخ یومعتبره هسته اومنلی شخصیت واو دخدای تعالی څخه زیات ډاریدونکی عالم او مجاهد و، چې علمي، سیاسي ،جهادي کارنامې، ویاړنې او افتخارات یې دګران هیواد دټولو خلکوتاریخ، کارنامې، ویاړنې او افتخارات ګڼل کېږي دمبالغې پرته حقاني صیب مرحوم پخپلو لویوقربانیو، ایثار، للهیت نړۍ کې دمسلمانانو په تیره دافغانانو تاریخ غني اوبډایه کړ اوهم یې د هیواد دعلماوو،طالبانو اودیني قشر دوقار اوعزت شمله هسکه کړه

اودا هم حقیقت دی چې دیوچا په اړه دتاریخ پریکړه اوقضاوت دزرو اوزورپه مټ نه کېږي، ډیربه داسې وې چې دوخت او سیاست په پریکړه به محکوم وي خو تاریخ به هغه پخپلو پاڼوکې سرلوړی ثبت کړې لکه دکمونستانو د وخت اوسیاست په دوره کې دهغوی یوې محکمې لخوا حقاني صیب په غایبانه اعدام محکومولو، اوهمدا راز دامریکا لخوا دحقاني صیب په سردملیونونه ډالرانعام ټاکلو په پریکړه [کمونستانو اوغربیانو] داسې انګیرله چې ګواکي په دې سره به دحقاني صیب دمجاهدانه کردار نقوش دتاریخ دمخ نه محوه کړي، خو نن هغه چا چې یادې پریکړې کړې وې هغوی پخپله دتاریخ نه محوه شول او حقاني هغسې دافغان ولس دقهرمانۍ اومیړانې دتاریخ سرخیل اورهبریادیږي دا زکه چې  دحالاتو او سیاست پریکړه دانصاف او عدالت نه لیري وي هغه دزرو زورتابع وې خو دیوچاپه اړه دتاریخ پریکړه له دې څخه بې نیازه اوبې پروا وې …  روح یې ښاد اوخوشال!

                  ولله الامر من قبل ومن بعد!

Related posts