سپتمبر 20, 2019

له اولس سره د حقاني صاحب احسان

له اولس سره د حقاني صاحب احسان

قاري عبدالستار سعید:
په شلمه میلادي پیړۍ کې په روسیه کې د کمونیستي حاکمیت رامنځته کیدل چې وروسته سریعا په نړیوال زبرځواک بدل شو، له شک پرته د معاصر بشریت لپاره یو لوی چیلنج او سرخوږی و. کمونیزم ډیر ژر د نړیوال نظم په یوه ټاکونکي او مطرح لوبغاړي بدل شو. روسیه، چین، منځنۍ آسیا، قفقاز، د بالتیک حوزه، او تقریبا نیمه اروپا یې ونیوله. په افریقا کې یې ريښې وغځولې، عربي نړۍ خو یې داسې تسخیر کړه چې د شلمې پیړۍ په منځنیو کلونو کې په عربي نړۍ کې یوازې هغه څوک روشنفکر ګڼل کیده چې چپي افکار به یې درلودل. د حافظ الاسد، صدام حسین، جمال عبدالناصر، یاسر عرفات او قذافي په شان ځواکمن ملاتړي یې وموندل. حتی جزیرة العرب ته یې سرایت وکړ او د کوریا، ویتنام او المان په شان یې یمن هم په منځ دوه ټوټې کړ، د عدن بندر او باب المندب کنټرول یې په لاس کې واخیست.
کمونیزم چې تقریبا د ټولې جنوبي امریکا ارادت یې خپل کړی او په کیوبا کې یې د واشنګټن له غوږ سره د خطر زنګونه کړنګول یوازې لویدیځه اروپا، شمالي امریکا، د اسیا جنوب او د اقیانوسیې هیوادونه یې له ګزنده خوندي پاته و. خو له دې عالمګیر وسعت سره کمونیزم په داسې هیولا اوښتی و چې حتی د ناټو او امریکا په شان نړیوالو زبرځواکونو هم ورسره د سترګو جنګولو تاب نه درلود.
کمونیزم تر ټولو ستر اغیز په اسلامي نړۍ کړی و. د تاریخي ترکستان، ماوراء النهر، قفقاز او ګڼو نورو سیمو دموګرافي یې له بنسټه تغیر کړې او نوي نسلونه یې له اسلامي روح څخه پردي کړي وو. بخارا، سمرقند، شاش، ترمذ، کاشغر، فرغانه، مرو او ګڼ نور ښارونه چې پخوا د مسلمانانو مشهور ښارونه ګڼل کیدل او له بغداد او کوفې وروسته زموږ د حنفي فقهې عمده مراکز ول، کمونیستانو په داسې ډول له اسلامي عقیدې پردي کړل چې اوس یې اوسیدونکي حتی د اسلام له پنځو ارکانو سره هم نابلده ول.
د منځنۍ اسیا له هضمولو وروسته کمونیستانو افغانستان ته اراده کړې وه، تر څو ورباندې همدغسې د بي دینۍ تجربه تطبیق کړي. لینن ویلي و چې افغانستان به د کمونیست هند پر خوا د تېریدلو لپاره د سویز کانال په شان حیاتي رول اداء کوي. دوی افغانستان ته په ډیر مهارت را داخل شول، په پيل کې یې د بازسازۍ او رفاهي خدمتونه شعار پر خوله و، خو کرار کرار یې په دولتي ادارو، پوځ، معارف ، پارلمان او مطبوعاتو کې رخنه وکړه. په شاهي کورنۍ کې یې ملاتړي وموندل، په پوځي او تعلیمي برخه کې ورسره قراردادونه وشول او شوروي ته د افغان زلمیانو لیږل پيل شول چې بیرته د کمونیزم په مفکوره سمبال راتلل او دلته یې د خلکو د ګمراهۍ ورسپارل شوې دنده تعقیبوله.
د افغانستان اولس چې د کمونیزم له دهري فلسفې سره نابلده و له خورا سخت او امتحاني حالت سره درګیر شو. حاکمه دستګاه، مطبوعات او سیاسي قشر ټول د شوروي او کمونیزم په ثنا صفت لګیا ول. کمونیزم یې د بشر دنجات نسخه ګڼله. له فقر، جهالت او اجتماعي ناخوالو د خلاصون دریڅه یې بلله. په داسې حال کې چې د کمونیزم بنیاد په کفر او الحاد ولاړ و او د مسکو په سره ډګر کې د مارکس دا جمله په روښانه تورو حک شوې وه چې ( دین د ټولنې افیون دی) العیاذ بالله
افغانستان د ماوراء النهر په شان د دهریت له آزمون سره مخامخ و، اما دا چې په دې هیواد کې د ماوراء النهر تجربه تکرار نه شوه، افغانستان له اسلامه پردی نه شو، بلکې کمونیزم ته یې داسې تیندک ورکړ چې بیا په هیڅ ځای کې په ملا نیغ نه شو. راځئ دلته همدې توپیر ته تم شو، چې ولې کمونیزم په ماورالنهر کې بریالی او مسلمانه ټولنه یې محکومه کړه خو په افغانستان کې یې دغه چاره ترسره نه کړای شوه؟؟
خبره دا ده چې افغانستان او ماوراء النهر کټ مټ له یو شان آزمون سره مخامخ ول. کمونیزم راغی، عامو خلکو کمونیزم نه پیژاند اویوازې خواص ( علماء کرام) د دې دهري فلسفې له حقیقته خبر ول. خو د توپیر ځای دا و چې د ماوراء النهر روښانه یا علمي قشر خپل خلکو ته کمونیزم ور ونه پیژاند او نه یې هم خلک په خپل وخت د دې دهري توپان مقابلې ته راپاڅول. کله چې توپان راورسید، عامو خلکو کمونیزم نه پیژاند نو یې خطر هم نه باله نو ځکه یې مقابلې ته وړاندې نه شول او کوم خواص چې کمونیزم یې پیژاند د لږوالي له امله په دې ونه توانیدل چې په یوازې ځان د کمونیستي توپان مقابله وکړای شي.
اما په افغانستان کې علماء کرامو خپل کردار په ډیر ښه شان ترسره کړ. د مولوي جلال الدین حقاني په شان علماء کرامو آن له شاهي دور څخه خلک دې ته متوجه کول چې کمونیزم را روان دی. ځانونه بیدار کړئ. دوی ته هغه وخت خلکو د باغیانو په نظر کتل، حتی ځینو درباري عالمانو خو د پردیو د جاسوسانو ټاپې هم پرې لګولې، ځکه دوی ته د حکومت د کمونیستي پالیسیو مخالفت د اسلامي پاچا مخالفت ښکاره کیده. اما د حقاني صاحب په شان دیني مبارزینو دغه ټول تورونه په ځان وزغمل. هر وړ الزامونو ته یې تن ورکړ، خو د کمونیزم په وړاندې د ملت د بیدارۍ فریضه یې کله هم پرې نه ښوده.
په شاهي دور او وروسته د داود خان په زمانه کې په عام ولس کې د تنویري فعالیت پایله دا شوه چې کله د ثور له کودتاوروسته واک کمونیستانو په لاس کې واخیست او وروسته شوروي اشغالګرو مخامخ پر افغانستان برید وکړ، نو اولس په پوره توګه بیدار او د قیام لپاره آماده و. په لنډو ورځو کې سرتاسري قیام پيل شو. د هجرت او جهاد لړۍ پیل شوه. ملت چې کمونیزم یې وژونکی طاعون باله په ټول اخلاص او قوت د دې دهري فتنې مقابلې ته ورووت تر دې چې بالاخره یې د کمونیستي ښامار اورمیږ وواهه او نه یوازې خپل هیوادبلکې درست بشریت یې له دې فتنې څخه خوندي کړ.
لوړو حقائقو ته په پام سره مرحوم مولوي جلال الدین حقاني صاحب او دده په شان نور حقپال مجاهدین د دې اولس بلکې ټول امت له لویومحسنینو څخه دي چې په سخت وخت کې یې خپله دیني وجیبه په سمه توګه ترسره او او د ملت د دیني تشخص په پایښت کې یې کلیدي رول ترسره کړ. رحمه الله تعالی

Related posts