سپتمبر 20, 2019

(حقانیت) څه معنی؟!

(حقانیت) څه معنی؟!

لیکوال: ( قیس الیاس)
زه به د هغه شخصیت په اړه څه ولیکم چې د هغه جهادي ژوند زما تر ټول عمر مشر دی..! د حقاني صاحب ( رحمه الله) ږیره په هغه عبادت کې سپینه شوه چې یو ساعت سهار یا ماسپښین یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) تر دنیا او مافیها غوره ګڼلی دی…! که له همدي سپيڅلي قراره د حقاني صاحب د شخصیت اټکل وکړو؛ نو پوه به شو چې هغه د راتلونکو نسلونو لپاره بهترینه قُدوه او د حقانیت یو معیار دی.
د دې سپینږیري عالم او مجاهد قائد ژوند یو مفصل کتاب دی، داسي کتاب چې د حقي لاري داعي یې د دعوت لپاره باید مطالعه کړي، امام او خطیب د محراب او ممبر د دفاع په لاره کې ګټه ورڅخه تر لاسه کړي، د خدای د لاري مجاهد د هغه د حربي تکتیکونو شاګرد شي او قومندان د هغه ثبات بابونه زده کړي.
هجرتونه، زخمونه، د اولادونو او خپلوانو شهادتونه، ولچکونه، د یتیمانو سرپرستي او هغوی ته په حق او صبر توصیې د هغه د زندګينامې محتوا او د اسلامي تاریخ له حافظي څخه نه هېرېدونکی متن دی.
هغه رحمه الله یو فرد نه دی، هغه فکر دی، د نوموړي شخصیت یوه لویه درسګاه او مدسه ده، ددې مدرسې شاګردان هم روحانیین دي، هم سیاستمداران او هم داسي صادقین جنرالان چې محکومو مسلمانانو ته د خپلو سرونو په بیه آزادي ورکوي.
نن د حقاني صاحب لومړی تلین دی، تېر کال په همدې ورځ یوه لمر غروب وکړ، د حقاني صاحب د کور یوه ډېوه خاموشه شوه او د حقانیت د مدرسې طالبان د یوه استاذ د سر له سیوري محروم شول؛ مګر د خالص بابا، مولوي نصرالله منصور صاحب، ستر ملا ( ملا محمد عمر مجاهد) او ملا اختر محمد منصور د سنګرونو وفادار ملګری که هر څومره خاموش او زموږ له سترګو فناه شي، موږ او راتلونکو نسلونو ته دا پیغام راکوي چې:
حقانیت! دادی چې کفري اشغال د دجال بل نوم وګڼې، په وړاندي یې تنزل او نرمي ونکړې، که څه هم په دې پراخه نړۍ کې دي لویشت ځای نه وي او ټول خلګ هغه ته د پرمختګ نوم ورکوي او سرونه ورته خم کوي.
حقانیت! دادی چې کله دي په دښمن لاس بر شي، هغه ستا اسیر شي، ته ور ته په ورین تندي او نبوي اخلاقو خپل حقوق ورکړه.
حقانیت! دادی چې ټوله نړۍ په دې ستړې شي چې تا له خپل حق دريځ نه بې ځایه کړي خو ته ثابت پاتي شې او نړۍ دې ته اړه کړې چې خپله ناولې اراده بدله کړي.
حقانیت! دادی چې هیڅ امتیاز دي له صادقینو ملګرو بېل نکړي او په دې لاره هر خطر ته غاړه کېږدې.
حقانیت..! دادی چې په یو وخت سړی هم نامتو خطیب وي، عالم وي، معلم وي، داعي وي او د مجاهدینو یو داسي ملنګ قائد وي چې د قوماندي مرکز یې د دښمن په وړاندي اول صف او د خونړیو نښتو لومړۍ کرښي وي.
او بالاخره حقانیت دادی چې د خپل څلورم زوی په شهادت دي پیغام دا وي چې “دا به نه زموږ د کورنۍ لومړی او نه آخرنی شهید وي، بلکې د حقاني ټوله کورنۍ د جهاد او شهادت کورنۍ ده او د الله تعالي د نظام تحکیم او د هیواد له حریم نه د دفاع په لاره کې یې شهادت تر ټولو ستر ارمان دی”
الله تعالي دي په حقاني صاحب د غیبي رحمتونو باران وکړي او د شهید خطاب، زرقاوي او شامل او زرګونو شهیدانو د استاذ یاد دي ژوندی وي.

Related posts